اطلاعات روز: هلمند کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د یوه ۱۸ کلن ځوان جسد په یوې ونه کې ځوړند موندل شوی دی.
په دغه ولايت کې يوه سرچينه چې نه غواړي نوم یې یاد شي اطلاعات روز ته وويل، چې د غه ځوان عبدالفغور نومیده او د نادعلي ولسوالۍ د «انجیر» کلي اصلي اوسیدونکی و.
سرچینه زیاتوي، چې عبدالغفور په یوې طلاقه شوې ښځه مین و او غوښتل یې چې واده ورسره وکړي، خو د کورنۍ د مخالفت له امله نموړي ځان زندۍ کړی او مړ شوی دی.
ورته مهال یوه بله سرچینه بیا وایي، چې نامعلومو کسانو دغه ځوان په دار ځړولی دی.
هغه وایي، چې یاد ځوان څلور ورځې وړاندې د خپل کور له مخي څخه نادرکه شوی و چې د تېرې سې شنبې په ورځ (۱۳ د مرغومي) یې د کور مخې ته په یوې ونه کې ځوړند جسد موندل شوی دی. په خواله رسنیو کې د دغه ځوان د ځړولو ویډیو هم خپره شوې ده.
هلمند کې د طالبانو ځایي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
