اطلاعات روز: د طالبانو تر مدیریت لاندې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وایي، چې د دې ادارې سرپرست بخت الرحمن شرافت د پاکستان د اورګاډي پټلۍ له مرستيال سره د افغان – ټرانس د اوسپنې پټلۍ د تخنيکي مطالعاتو په اړه خبرې کړې دي.
د افغان – ټرانس اوسپنې پټلۍ له مزار شريف څخه پيلېږي او پر تورخم پای ته رسېږي. د دې پروژې په بشپړیدو سره به مرکزي اسيا له جنوبي اسيا سره د اورګاډي پټلۍ له لارې ونښلي.
د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې د دې ادارې سرپرست پاکستان ته د سفر پر مهال د دې هيواد د اورګاډي پټلۍ د وزارت له مرستيال ظفر زمان رانجا سره د افغان – ټرانس د اوسپنې پټلۍ په اړه تفصيلي خبرې کړې دي.
د اوسپنې پټلۍ په خبرپاڼه کې راغلي، چې بخت الرحمن شرافت پاکستاني لوري ته ډاډ ورکړی چې د افغان – ټرانس د اورګاډي پټلۍ د تخنيکي مطالعاتو لپاره بشپړ چمتووالی لري.
پاکستاني لوري هم د تخنيکي مطالعاتو لپاره د چمتووالي تر څنګ ويلي، چې دا هيواد له ازبکستان سره په ګډه هوډ لري چې د تخنيکي مطالعاتو لګښتونه ورکړي.
