اطلاعات روز: د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند ند پرايس په يوه خبري ناسته کې ويلي، چې د پاکستان خلک له تروريستي بريدونو سخت زيانمن شوي او پاکستان حق لري چې د تروريزم په وړاندې له ځانه دفاع وکړي.
نوموړي دا څرګندونې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د شتون په اړه د پاکستاني چارواکو د څرګندونو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وکړې.
پرايس همدا راز له طالبانو غوښتي، چې خپلو کړیو ژمنو ته متعهد پاتې شي تر څو هيڅوک هم افغانستان د نړيوالو تروريستي بريدونو لپاره د تمځای په توګه ونه کاروي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند زیاته کړې چې دا ژمنه هم له هغو ژمنو څخه ده چې طالبان نه دي توانېدلي چې پر ځای يې کړي يا هم نه غواړي.
پاکستاني چارواکي وايي، چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په پاکستان کې بريدونه زيات شوي دي. دا هيواد ادعا کوي چې طالبانو په افغانستان کې پاکستاني طالبانو ته پناه ورکړې ده.
د پاکستان دفاع وزير خوجه اصف په خپلو وروستيو څرګندونو کې ويلي، چې له اسلام اباد سره د طالبانو د ژمنې بر خلاف، د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارېږي.
وړاندې د پاکستان د کورنيو چارو وزير هم ويلي و چې د افغانستان طالبان بايد د پاکستاني طالبانو پټن ځايونه له منځه يوسي کنه نو پاکستان به په خپله اقدام وکړي.
د پاکستان ملي امنيت شورا هم د دې هيواد د لومړي وزير شهباز شريف په مشرۍ غونډه کړې او اعلان يې کړی چې هيڅ هيواد اجازه نه لري چې تروريستانو ته پټن ځای او اسانتياوې برابرې کړي او پاکستان له خپلو وګړو د دفاع ټول حقونه لري.
