د افراطيت پر وړاندې تيت غږونه

شمشاد زلمی

د طالبانو په پخوانۍ او اوس مهالې واکمنۍ کې د افغانستان وګړي له خپلو ډېرو اساسي بشري حقونو څخه محروم و او دي. دا د ټول افغانستان لپاره يوه فاجعه ده چې اغېزې به يې تر اوږد مهال پورې احساسېږي. د طالبانو د سخت دريځو فرمانونو او پاليسيو له کبله نجونې او ښځې له يوه بېساري جنسيتي تبعيض سره مخ دي او د يوه انسان په توګه له خپلو لومړنيو حقونو بې برخې دي. تر دې هاخوا ته د افغانستان له نورو ټولو وګړو سره د يرغمل نيول شويو په توګه چلند کېږي او خلک له خپلو لومړنيو ازاديو محروم دي. د طالبانو له خوا ټوله هڅه دا کېږي چې فضا په بشپړ ډول کنټرول کړي، که هره خبره کېږي بايد د دوی په اجازه او د دوی له خوښې سره سمه وي، که هر کار کېږي، بايد د دوی اجازه ولري او د دوی د تاييد وړ وي. له دې هاخوا تر ټولو بده داده چې له خلکو يې د ژوند کولو حق هم اخيستی دی او په ټولنه کې هغه کسان په مرموز ډول له منځه وړي او وړل کېږي چې طالبان ترې په يو نه يو ډول وېره احساسوي. د هر څه په اړه قضاوت بشپړ طالباني او ملايي دی او له دې هاخوا دوی ته نور هر څه فحشا، عرياني، بد اخلاقي، غير اسلامي او حرام ښکاري او ګڼي يې.

د دې دومره ګڼو ناخوالو په وړاندې د مخالفت غږونه هم پراخ دي، خو شيندلي دي. اکثره وختونه د مخالفت غږونه هغه وخت را غبرګېږي چې د معمول بر خلاف طالبان يو ګام واخلي. په دې وخت کې هم په کور دننه او هم دباندې د مخالفت غږونه وي، انعکاس هم پيدا کوي او خبرې هم پرې کېږي. خو له دې ها خوا ته په معمول کې د بې‌کاره خلکو پر درد څوک نه غږېږي، نه هم څوک د هغې ښځې فرياد اوري چې له دندې ځکه شړل شوې چې ښځه ده، نه هم بيا څوک د هغې نجلۍ اوښکې ويني چې له ښوونځي ځکه را ګرزول شوې چې نجلۍ ده، په معمول کې بيا د هغه پلار له کړاوه هيڅوک خبر نه دي چې د کورنۍ په ډوډۍ پسې لالهانده ګرزي، نه هم د هغه مسافر آه څوک اوري چې له افغانستانه د يوې ګولې ډوډۍ موندلو په نيت پر مرګونو لارو ځي او خپل ژوند بايلي. دا ټول دردونه، کړاوونه، فريادونه، کوکې او چيغارې په معمول کې حاميان نه لري، په غير عادي حالت کې هم د يو څو شيبو ملاتړ ومومي خو په ورځو کې دننه ټول پارېدلي احساسات ساړه شي.

پوښتنه داده چې موږ د دې هيواد د وګړو په حيث ښايي تر بل هر ملت زياتې ستونزې، کړاوونه او ربړې ولرو مګر ښايي د ټولې نړۍ په پرتله په بېسارې توګه شيندلي او پاشلي هم يو. د هغه چا په وړاندې متحد غږ نه لرو چې وژني مو، د هغه چا په وړاندې نشو يو ځای کېدلای چې حقونه مو را څخه په زور اخلي، د هغه چا په وړاندې په يوه صف کې نه شو را ټولېدای چې د دين په چاړه مو شپه او ورځ حلالوي. د دردونو له دې ګڼو مشترکاتو سره لا هم د مظلومو پرګنو يوه واحده جبهه نشته؟ ولې دردېدلي او کړېدلي خپل ځان هېروي؟ او ولې موږ دا درد يوازې له يوه نسله بل نسل ته په ميراث انتقالوو، نور د هر هغه څه په وړاندې خاموش پاتېږو چې راسره کېږي؟

افغانستان چې تر يوه حده له مستبدو واکمنيو ژغورل شوی، له ديني افراطي ډلو سره مخامخ شوی. په دواړو دورو کې د افغانستان عام وګړي تر بل هر چا زيانمن شوي او د ژوند کړاوونه يې څو چنده شوي دي. د افراطيت په وړاندې د مخالفت غږونه په فردي کچه وخت پر وخت موجود و خو له بده مرغه چې د افراطي سيلاب په مقابل کې تر ډېره ونه پاييدل او افراطي سيلاب ډېر ژر له خپلې مخې ليرې کړل. د افراطيت په وړاندې يو بل غږ چې تل يو څه بر لاسی او يو څه په زياته کچه منعکس کېده د حکومتونو له چينل څخه و.

په ۱۹۷۹ کې پر افغانستان د روسانو تر يرغل وروسته د وخت حکومتونو د افراطيت پر خلاف له افغاني دريځه خپله تبليغاتي هڅه کوله خو دا غږ په يوه جګړييز حالت کې يوازې تر حکومتي چينلونو او رسنيو پورې محدود و. د ډاکټر نجيب د حکومت تر ړنګېدو وروسته د اوس مهالي افراطيت لومړۍ بڼه پر افغانستان واکمنه شوه او هڅه يې دا وه چې افغان وګړي او افغانستان په هره برخه کې له خپل هويت او خپلو حقونو محروم کړي. د دې په وړاندې بيا هم تيت او شيندلي غږونه موجود وو خو د افغانستان د ژغورنې او د وګړو د ښه راتلونکي په موخه د باخبره او بافهمه افغانانو تر منځ کوم منظم حرکت را پيدا نشو. تر ۲۰۰۱ وروسته بيا هم د افراطيت په وړاندې د دريدنې مسووليت په پراخه کچه يوازې حکومت ته ور له غاړې شو او له دې لارې تر يوه حده هڅه کېدله چې د افراطي تبليغاتي کمپاين په وړاندې ودرېږي. دا مهال ښايي په فردي کچه د افراطيت پر خلاف تر بل هر وخت ډېرې هڅې او مبارزې روانې وې، خو دا فردي هڅې نه هم تر خپل منځ همغږغې شوې او نه يې داسې حکومتي ملاتړ وموند چې اغېز او نفوذ يې نور هم پراخ او دايمي شي.

اوس چې پر هيواد د افراطيت تور وزر غوړېدلی دی، اړتيا داده چې د عامه مظلومو او درېدلو پرګنو غږ په متحد او منظم شکل پورته کړل شي او د هغوی د حقونو تر لاسه کولو لپاره همغږي هڅې وشي او د افغانستان د راتلونکې لپاره پر منظمو سياسي جوړښتونو کار وشي. خو د دې ټولو جدي اړتياوو په شتون کې لا هم افغانان په پراخه توګه شيندلي دي، يا هم د شته خطر په وړاندې پر ډېرو فرعي، عادي او غير ضروري مسايلو تقسيم شوي.

اوس مهال اړتيا داده چې د خلکو د بنسټيزو حقونو او د افغانستان د سياسي راتلونکې لپاره په ګډه کار وشي او د دې ګډ کار لپاره ډېر زيات مشترکات شته دي چې بېلابېل اړخونه پرې راټولېدلای شي. د افراطيت اړخ ته همدا کار شوی، هغوی تر خپل منځ ګڼ، يو او يا هم يو څو مشترکات موندلي او د هغو په خاطر له يوه – بل سره ولاړ او راټول دي. خو بل پلو په مقابل کې يې هڅې شيندلې، پاشلې او فردي دي. سره له دې چې شته افراطيت له افغانانو هر ډول حقونه تروړلي، له ګڼو ناخوالو سره يې مخ کړي، خو بيا هم په يوه جبهه کې پر ځينو اساسي مشترکاتو نشي راټولېدلای چې په منظمه توګه سياسي هلې – ځلې وکړي او د افراطيت او شته ظلم په وړاندې خلک او پرګنې بسيج کړي.

متأسفانه چې د تېرو څو لسيزو جګړو د افغانستان د ټولنو ټولنيز سيسټم پاشلی او سخت ځپلی دی. د افغانستان په ختيځو او جنوبي سيمو کې طالبانو د سيسټماټيک فعاليت له لارې ټول هغه مخکښ مشران او قومي رهبران ووژل چې په سيمه کې يې د طالبانو او ملايانو نفوذ ته احتمالي خطر جوړولای شوای او يا هم ورته خطر و. که څه هم په سيمه‌ييزه کچه قومي مشران د ټولنې په ځينو ناخوالو کې دخيل ګڼل کېدل خو د هغوی لويه ځانګړنه دا وه چې له ديني افراطيت څخه ليرې وو او د افراطي ايډيولوژيو پر ځای يې په کور دننه کې پر افغاني فرهنګ او کلتور باور زيات و. خو طالبانو په سيسټماټيکه بڼه دا کسان له خپلې مخې ليرې کړل او د کرښې دواړو غاړو ته په سلګونو قومي مشران او سيمه‌ييز مخکښ هوښيار افراد د افراطيانو له لوري په نښه او ووژل شول.

د دې پايله دا شوه چې په سيمه‌ييزه کچه هغه ځواک له منځه ولاړ چې د کليو او پرګنو له منځه يې د افراطيت پر خلاف خلک پر ځان راټولولای شوای. له دې سره – سره طالبانو وخت پر وخت د هيواد په کچه هغه علماء، ليکوالان او روڼ اندي په نښه کړي چا چې پر دوی د مخامخ او برالا نيوکې جرأت کاوه. په دې توګه نه يوازې دا چې يو ډار خپور کړل شوی دی، بلکې د هرې اغيزمنې حلقې، کړۍ يې ماتې کړې دي او اوس يې سره پېيل اسانه او ساده کار نه دی.

زموږ نسل ته د افراطيت يوه ډېره بده بڼه او بوږنوونکی واقعيت مخې ته پروت دی، دا نسل دوه کاره کولای شي، يا دا چې مخ ترې واړوي او يا دا چې مټې را بډ وهي او په وړاندې يې ودرېږي. که يې په وړاندې د درېدو پرېکړه کېږي، بيا نو له الفه تر يا پورې پر ټوله ستراتېژي فکر په کار دی او همدا راز موږ بايد زده کړو چې د ځينو لويو او کُلي مشترکاتو په شتون کې له اختلاف سره – سره ګډ کار کولای شو. هر وخت چې موږ وتوانېدو چې تيت او شيندلي افراد له خپلو تفاوتونو سره – سره د لويو مشترکاتو پر شاوخوا راغونډ او د يوې اوږد مهالې ګډې سياسي مبارزې لپاره يې بسيج کړو، هغه وخت بايد موږ په رښتيا هم دا هيله ولرو چې نور د افراطيت تور توپان پر ختمېدو دی او افغانستان د خپلو وګړو د ساتنې او پالنې جوګه دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه