اطلاعات روز: د سمنګان له مرکز ايبک ښار څخه باوري سرچينې خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې د ودونو تالارونه تړل شوي دي.
سرچينې وايي، چې د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر رياست له څو ورځو راهيسې تالارونه بند کړي او علت يې د فحشا مخنيوی او د «اسلامي شريعت» تطبيق بللی دی.
د هيواد په شمال ايبک ښار کې قصر الماس، قصر رياض او قصر سلطان د ودونو هغه درې تالارونه دي چې فعاليت يې درول شوی دی.
د طالبانو پر دې اقدام د تالارونو څښتنانو نيوکې کړې دي.
په سمنګان کې د يوه سالون څښتن وايي، چې د طالبانو دا پرېکړه د بېکارۍ د زياتېدو لامل کېږي او په هيواد کې د کار لپاره د پانګوالو دلچسپي کموي.
دی همدا راز وايي، چې د طالبانو په دې پرېکړه سره سل نفره بېکاره شوي چې د سلو کورنيو سرپرستان دي. د دې تالارونو يو شمېر کارکوونکي په هيواد کې د فقر او بېکارۍ د زياتېدو په اړه انديښنه ښيي او له طالبانو غواړي چې د دې پرېکړي په اړه دې له سره غور وکړي.
