اطلاعات روز: د کندهار ښار د نهمې ناحیې ۳۵ زره اوسېدونکو لپاره د ۸۹ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړولو کار پېل شو.
کندهار کې د طالبانو د اوبو رسولو او کاناليزاسيون شرکت ریيس انجنير جانان آغا وايي، د پاکو اوبو رسولو یاده شبکه د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په مالي لګښت د يوه کال په جريان کې جوړېږي.
نموړی زیاتوي، د دې پروژې د عملي کیدو پرمهال به لسګونو کسانو ته په مستقيمه او غير مستقيمه توګه د کار زمينه برابره شي او هم به ۳۵ زره کسانو ته پاکې اوبه ورسیږي.
هغه وویل: «دا شبکه د ارغنداب ولسوالۍ د کوتلي مورچې په سیمه کې جوړيږي او د کندهار ښار د نهمې ناحيې اوسېدونکو ته به پاکې اوبه ورکوي.»
د کندهار ښار د ۹مې ناحیې ډیری اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او په دې برخه یې ډیر کله د تېر او اوسني حکومت څخه د داسې یوې شبکې د جوړیدو غوښتنه کوله.
