اطلاعات روز: افغانستان کې د ملګرو ملتونو د معاونت دفتر (يوناما) تاييد کړې چې د دې دفتر سرپرست مارکس پوتزل د طالبانو د رییس الوزرا له مرستيال عبد السلام حنفي سره ليدلي دي.
پوتزل وايي، چې د ښځو پر زده کړو، تحصيل او کار بنديز په افغانستان کې ميليونونو وګړو ته زيان رسوي او نارينهو، ښځو او ماشومانو ته د اساسي مرستو رسولو مخنيوی کوي.
طالبانو په دې وروستيو کې د ښځو پر زده کړو له بنديز سره – سره په غير دولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار هم بنديز لګولی دی. دا بنسټونه اوس مهال د مرستو رسولو په چارو بوخت دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې دا فرمان پر ملګرو ملتونو هم تطبيقېږي، په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي استازې يوه ښځه ده.
مجاهد له بي بي سره په خبرو کې ويلي، چې دا فرمان د ښځو د «عزت او عفت د خونديتوب» لپاره ورکړل شوی دی.
مجاهد زیاته کړې، چې د طالبانو حکومت دې پايلې ته رسېدلی چې ښځې بايد په هيڅ صورت هم په موسېسو کې کار ونه کړي. «ځکه دا موسېسې د امارت تر کنټرول لاندې نه دي، د ښځو لپاره پکې خطر زيات دی او موږ ته هم خطرناک راپورونه را رسېدلي دي.»
نوموړي په غير دولتي بنسټونو کې د ښځو کار کول د غلا په څېر ګڼلی او د دې پوښتنې په ځواب کې چې هغه ښځې به څه کوي چې د کور يوازينۍ ډوډۍ ګټونکې دي، ويلي: «څوک چې دا استدلال کوي چې زه غلا کوم ځکه ماشومانو ته مې ډوډۍ ګټم، موږ نه شو کولای چې د غلا اجازه ورکړو.»
