اطلاعات روز: د زابل يو شمېر اوسېدونکي له اقتصادي ستونزو او پرلپسې بې کاریو له امله په رواني ناروغیو اخته شوي او وایي، چې له خپل ژوند بېزاره شوي دي.
اسدالله يو له هغو کسانو څخه دی چې هره ورځ د کار موندلو په موخه د زابل په عمومي چوک کې له ساعتونو انتظار وروسته بېرته خالي لاس کور ته ستنېږي.
هغه چې د خپلې میرمنې ترڅنګ د څلورو ماشومانو سرپرستي په غاړه لري اطلاعات ته یې وویل: «زما ژوند ډېر ستړی دی، سواد نه لرم د کورنۍ د نه توجو له کبله مې د زدهکړو پر ځای تر شل کاله ډېر درانه او شاقه کارونه وکړل، اوس ټوله هفته يوازې دوې ورځې کار راته پيدا کېږي، هیڅ ښه احساس نه لرم.»
د اسدالله په خبره چې پخوا د ډېړو خلکو اقتصادي حالت جوړ و او هره ورځ به يې له سهار څخه تر ماښامه پورې کار کوه، خو اوس چې کار نشته له واکمن حکومت (طالبان) او نړیوالو مرستندویه سازمانونو څخه غواړي چې لاسنیوی یې وکړي.
نموړی زیاتوي، دې وضعیت یې رواني حالت خراب کړي او که همداسې روان وي کیدای شي د نشته یي توکه استعمال ته مخه کړي.
د ده او نورو کسانو په منځ کې د شفیع الله په نوم يو بل بېکاره کس چې اصلي د دایکندي ولایت دی وایي، لومړی کندهار او بیا زابل ته راغلی خو په دواړو ولایتونو کې یې کار ندی موندلی.
هغه په کورنۍ کې د ۱۲ تنو سرپرستي په غاړه لري او هره ورځ له خپل کور څخه په دې نيت راوځي ترڅو خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.
د شفيع الله په خبره چې هره شپه کور ته د ننوتلو پرمهال يې د اولادونو سترګې دده لاسو ته وي خو ډېر کله نوموړی کور ته د کار نشتون له کبله خالي لاس ستنېږي چې دا کار یې ځوروي او په رواني ناروغۍ یې اخته کړی دی.

د زابل د نورو اوسېدونکو په څېر نوموړی هم د موسېساتو د مرستو پر ناعادلانه ویش نيوکه کوي خو نه غواړي چې خپله کورنۍ د نور بهرنيو هېوادونو په مرسته وچلوي.
دی غوښتنه کوي چې واکمن حکومت دې ټولو بې کاره کسانو ته د دايمي کار زمينه برابره کړي ترڅو ټول کسان په خپلو مټو پيسې وګټي.
ورته مهال زابل کې د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو ریيس مولوي عبدالوکيل خادم وایي، هڅې يې پېل کړي ترڅو د فني او حرفوي زده کړو په ورکولو سره بې کاره کسان پر کار کړي.
دی وايي، د روان کال په جريان کې يې نږدې څلور سوه بې کاره او ناچاره خلک په بېلابېلو رشتو کي روزلي او څلور سوه نور ښځينه او نارينه په مختلفو حرفو کې روزل کېږي.

دغه راز د چارو کارپوهان بيا زابل ولايت کې د بې کارۍ ترټولو لوی لاملونه د صنعتي فابريکو او تجارت نشتون يادوي.
د اقتصادي چارو کارپوه جاوید احمد محمدي وايي، طالبانو حکومت اړ دی ترڅو له پانګوالو سره په ګډه په لېرو پرتو او نږدې سيمو کې صنعتي فابريکې فعالې کړي ترڅو بېکاره کسان هلته په دنده وګمارل شي.
د ده په خبره، که د طالبان حکومت ليرو پرتو ولسواليو ته د برېښنا په لیږ کې چټک ګامونه واخلي پانګوالو به تر ډېره په هغو سيمو کې صنعتي فابريکې فعاله کړي چې مخکې نه وې.
د هغه وينا: « دلته ځوانان بېکاره کېږي خو د بيا پرکارکولو لپاره يې هڅې دومره چټکې نه دې، د نور بهرنيو هېوادونو سره مثبتې اړيکې هم ښه اغيزه کولای شي ترڅو بې کاره کسان هلته د کارکولو لپاره ولاړ شي، د طالبانو حکومت بايد د خصوصي سکتور پوره ملاتړ وکړي په دې سره به لوستي او نالوستي کسان ټول پرکار شي.»
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام يا «يو اين ډي پي» يوه لوړ پوړي استازي عبدالله الدرداری ويلي و، چې د روان کال له پېل څخه په افغانستان کې نږدې ۷۰۰زره وظيفوي فرصتونه له منځه تللي دي.
دغه راز د ياد پروګرام دې لوړ پوړي استازي زیاته کړې، مخکې له دې چې طالبان واک ترلاسه کړي کرونا ويروس ددې هېواد اقتصاد ځپلی و.
دغه سازمان ويلي، د ۳ کلونو تر وروستيو پورې به افغانستان کې شاوخوا ۲ ميليونه نوي کاري فرصتونو رامنځته کړي او د ۲۰۳۰ کال ترپايه به هېواد کې دننه نږدې ۱۲ ميليونه خلکو ته د کار زمينه برابره کړي.
