طالبانو په ملګرو ملتونو کې هم ښځې له کار منع کړې

انځور: یوناما

اطلاعات روز: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په افغانستان کې په غير دولتي داخلي او بهرنيو سازمانونو کې د ښځو پر کار د بنديز فرمان په ملګرو ملتونو هم تطبيقېږي.

نموړي له بي بي سي سره په خبرو کې ويلي چې دا فرمان د ښځو د «عزت او عفت د خونديتوب» لپاره ورکړل شوی دی.

مجاهد ويلي چې د طالبانو حکومت دې پايلې ته رسېدلی چې ښځې بايد په هيڅ صورت هم په موسېسو کې کار ونه کړي. «ځکه دا موسېسې د امارت تر کنټرول لاندې نه دي، د ښځو لپاره پکې خطر زيات دی او موږ ته هم خطرناک راپورونه را رسېدلي دي.»

نوموړي په غير دولتي بنسټونو کې د ښځو کار کول د غلا په څېر ګڼلی او د دې پوښتنې په ځواب کې چې هغه ښځې به څه کوي چې د کور يوازينۍ ډوډۍ ګټونکې دي، ويلي: «څوک چې دا استدلال کوي چې زه غلا کوم ځکه ماشومانو ته مې ډوډۍ ګټم، موږ نه شو کولای چې د غلا اجازه ورکړو.»

طالبانو په دې وروستيو کې د ښځو پر زده کړو له بنديز سره – سره پر غير دولتي بنسټونو کې د هغوی پر کار کولو هم بنديز لګولی.

دا بنسټونه اوس مهال د مرستې رسولو په چارو بوخت دي. د طالبانو دې دوو وروستيو پرېکړو پراخ نړيوال غبرګونونه را پارولي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه