ارزګان کې د ښځینه ډاکټرانو کمښت؛ ښځې: «نارینه ډاکټر ته خپله ستونزه نشو ویلی»

اطلاعات روز: ارزګان چې د هېواد په سویل کې پروت ولايت دی خلک يې له نورو خدماتو ترڅنګ په روغتيايي برخه کې هم له زياتو ستونزو سره مخ دي او په دې برخه کې د پاملرنې غوښتنه کوي.

په دغه ولايت کې اوس هم ډير داسې ځايونه شته چې ښځينه ډاکټرانو او قابيلو ته پکې سخته اړتيا ده او په دې برخه کې د مسوولينو د پاملرنې غوښتنه کوي.

د زرمينې په نوم یوه میرمنه چې د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې اوسيږي وايي، چې له نارينه ډاکټر سره د خپلې ناروغۍ په شريکولو سره د شرم احساس کوي او نه پوهيږي چې په څه ډول نارينه ډاکټر پوه کړي چې دغه ډول ناروغۍ لري.

هغې وويل، چې د ولادت پر وخت يې سخته انديښنه وي او ښځينه ډاکټرانو ته لاس رسی نه لري چې تر هر څه وړاندې ورته سخته اړتیا ده.

د زرمینې په خبره: «موږ یوې ښځینه ناروغې ته ډیرې وارخطا کېږو چې چيرې به يې بوزو که دلته لنډه ښځينه ډاکټره وي موږ به ډيرې خوشاله يو زموږ په ارزګان کې ښځینه ډاکټرانو ته ډیره اړتیا ده موږ نارینه ډاکټر ته خپله ستونزه نشو ویلی.»

دا يوازې زرمينه نه ده چې په ارزګان کې د ښځينه ډاکټرانو شتون يوه جدي اړتيا يادوي بلکې په دې ولايت کې ټول نارينه او ښځې غوښتنه کوي چې د ښځينه ډاکټرانو شمير دې زيات شي.

د ګل نازې په نوم بیا یوه بله ميرمن وايي، چې ښځينه ډاکټرانو ته د نه لاس رسي له امله ډير وخت ولادتونه په کورونو کې ترسره کيږي.

نموړې په دې ولایت کې د ښځینه ډاکټرانو په زیاتوالي ټینکار کوي او له حکومت څخه په دې برخه کې د پاملرنې غوښتنه کوي.

ارزګانیان وایي، تر هغې چې خپلې ښځینه ناروغانې تر مرکزه رسوي نو زیاتره وخت ژوند له لاسه ورکوي.

ورته مهال ارزګان کې عام خلک هم له ورته ستونزې شکايت کوي او زياتوي چې په دې ولايت کې د ښځينه ډاکټرانو کمښت له زياتو ستونزو سره مخ کړي دي.

د ارزګان يوه اوسيدونکي محمد اشرف اطلاعات روز ته وويل، چې د هر ولايت په پرتله په ارزګان ولايت کې د ښځينه ډاکټرانو کمی دی او غوښتنه کوي چې باید دې برخې ته پاملرنه وشي.

هغه زیاتوي، د ښځينه ډاکټرانو نشتون له امله ډير وخت اړ کېږي خپلې ښځینه ناروغانې نارينه ډاکټر ته ورولي.

نوموړي وویل:«دا موږ د مجبورۍ په خاطر نارينه ډاکټر ته ورولو که چيرې ښځينه ډاکټرانې پیدا شي نو بیا به يې موږ نارينه ډاکټر ته نه ورولو داسې زنانه ډاکټرې چې پوهيږي دلته راشي موږ به خوشاله شو په لېرې سيمو کې زموږ ښځې د زيږون پر وخت مړې کېږي ځکه ښار ته نه رارسیږي.»

خو په ارزګان کې د طالبانو ولايتي مسولين وايي، چې د دغه ولایت په ۵۶ روغتيايي مرکزونو کې قابیلې موجودې دي او د ښځو سره د ولادت پرمهال مرسته کوي.

د ارزګان ولايت لپاره د طالبانو د عامې روغتيا ریيس ډاکټر محمدالله روحاني وايي، پلان لري چې په راتلونکي کې په هغو سيمو کې چې هلته خلک روغتونو ته لاس رسی نه لري ۵۰ داسې مرکزونه جوړ کړي چې پکې ښځينه روغتيايي کارکوونکې کار وکړي او د ښځينه ناروغانو دغه ستونزې به ورسره حل شي.

ارزګان یو له هغو ولایتونو څخه و چې په تېرو کلونو کې دغلته ډير کم شمير ښځينه ډاکټرانو شتون درلود چې ډيرې يې د نورو ولايتونو وې خو د تېر جمهوري نظام پرمهال د دې ولايت يو شمير خلکو په خپلو لوڼو زده کړې وکړې چې دا مهال په یو شمیر روغتونونو کې د ښځینه ډاکټرانو د نشتون ستونزه حل شوې خو په ډیری لېرې پرتو سیمو کې یاده ستونزه پرځای ده او ښځې د ولادت او نورو ناروغیو پرمهال له جدي ننګونو سره مخ وي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو د سرپرست حکومت د لوړو زده کړو وزارت اعلان وکړ چې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې به د لوړو زده کړو ټول پوهنتونونه تر امر ثاني پورې تړلې وي. کتونکي وايي، د طالبانو دغه ډول کړنلارې به افغان مېرمنې د نورو برخو ترڅنګ د روغتیا په برخه کې له زیاتو ننګونو سره مخ کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه