د طالبانو له لوري د ښځو پر کار بندیز؛ کندهار کې د یونیسف محلي ټولګي رخصت شول

اطلاعات روز: وروسته له هغه چې طالبانو په غیر دولتي موسېسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په کندهار کې د خپل یو زرو ۵۸۸ ټولګیو فعالیت ځنډولی دی.

کندهار کې د يوه محلي ټولګي ښوونکې د نوم نه یادولو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې د یونیسف له خوا ورته خبر ورکړل شوی ترڅو سر له نن (پنج شنبه، ۸ د مرغومي) څخه د ټولګیو ټول زده کوونکي تر نامعلومې نېټې پورې رخصت کړي.

دغې ښوونکې وويل: « پرون یې زموږ دفتر زنګ راوهلی و چې سر له سبا څخه خپل ټول زده کوونکي رخصت کړه، تر هغو چې موږ خبر نه وي درکړی مه يې راغواړه.»

نموړې زیاته کړه چې د ټولګیو بیا پرانستو پورې یې معاشونه هم نه ورکول کېږي او مجبوره ده چې بل ځای کار پیدا کړي ځکه چې د خپلې کورنۍ یوازینۍ سرپرسته ده.

همدارنګه د يونيسف د محلي ټولګیو يوه بله ښوونکې د دې موضوع د تایید ترڅنګ زياتوي چې له دې وروسته به يې ژوند ډېر ستونزمن شي.

د‌ هغې په خبره، چې د دې خبر له ترلاسه کولو وروسته يې رواني وضعيت ډېر خراب شوی او غوښتنه کوي ترڅو دغه موسېسه بېرته خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړي.

دغه راز کندهار کې د يونيسف يوه استازي اطلاعات روز ته د دې خبر پخلی کړی خو له نورو معلوماتو ورکولو څخه ډډه کوي.

دغه راز کندهار کې د طالبانو د پوهنې رياست استازی د محلي ټولګیو د تړل کیدو په اړه بې خبري ښیي.

په دې وروستیو کې طالبانو د نجونو د زده کړو د ځنډولو ترڅنګ په غیر دولتي موسېسو کې د ښځو پر کار کولو هم بندیز لګولی دی.

د طالبانو دغو دوو وروستیو پرېکړو نړیوال غبرګونونه راپارولي دي.  د اسلامي هېوادونو او نړيوالو سازمانونو په ګډون د نړۍ ګڼو هېوادونو دغه کړنه غندلې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه