اطلاعات روز: طالبانو په يوه بل فرمان سره د نجونو په وړاندې پوهنتونونه هم وتړل. دوی له تېر يوه نيم کال راهيسې د شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې هم تړلي دي. د افغانستان د ښځو او نجونو په مقابل کې د طالبانو دې پرېکړو او اقداماتو د هيواد د نيم نفوس لپاره ايسارونکی حالت را پيدا کړی. که څه هم دا ډله ټينګار کوي چې دا هر څه شريعت ته په پام سره کوي خو دينپوهان او د دې حوزې شنونکي وايي، چې په ديني متونو کې د نجونو او هلکانو د زده کړو په اړه پرېکنده لارښوونې نشته. له قرآن کريم څخه په اجمالي توګه د علم ارزښت ثابتېږي او د ټولو لپاره – که نر وي او که ښځه – يو فضيلت دی.
د علم زده کړه، د ټولو لپاره
اسلامپوه او ليکوال محمد محق له اطلاعات روز سره په خبرو کې وايي چې کوم احاديث د اسلام پيغمبر ته منسوب دي، په هغو کې په ځلونو د علم پر زده کړې ټينګار شوی دی او په احاديثو او قرآن کې کوم تفکيک نه دی شوی. دا چې هلکانو ته تر نجونو زيات فرصت ورکول کېږي، د دې تړاو له فرهنګ، دودونو او عنعناتو سره دی چې په بېلابېلو سيمو کې شته دي او مختلف تمايلات دي چې له سياسي يا هم فرهنګي انګېزو سره په يو ځای کېدو يې يوه بڼه غوره کړې ده. د ده په وينا، د اسلام له نظره هر ډول علم هغه که ديني او که نور علوم وي ارزښت لري او غوره دي او ټول انسانان هڅول شوي دي چې دا غوره والی تر لاسه کړي او په دې لړ کې هيڅ ډول تفکيک نه دی شوی.
ښاغلی محق د اسلام له اړخه د موډرنو لوړو زده کړو په اړه په دې نظر دی چې کوم څوک په دين کې تخصص ولري هغوی په دې قاعده «الاصل فی الاشیاء الاباحة» باندې پوهېږي. د دې مشهور عبارت له مخې، د ټولو شيانو په اصلي قانون د هغو مباح والی دی. که يې يو څوک منع کوي او مخالفت يې کوي، بايد دليل ولري. هيڅوک نشي کولای چې له دليل پرته يو څوک را وګرزوي. دی زياتوي چې سوداګري کول د انسان حق دی او مباح ده او که يې څوک مخالفت کوي، بايد دليل ولري. درس ويل هم همداسې دی. مدني فعاليت، فرهنګي او هنري کارونه هم تر همدې قاعدې لاندې دي. کلي قاعده داده چې له هغو کارونو پرته چې ناسم دي، اړتيا داده چې محدود کړل شي او انسانانو ته معلوم زيانونه رسوي، د هغو په اړه محدوديت ټاکل کېدلای شي او محدوديت هم بايد د دليل پر اساس وي. په دې توګه، نور ټول شيان مباح دي، د انسانانو حق دی او هيڅوک نشي کولای چې دوی له خپله حقه محروم کړي.

د بلخ پوهنتون د شرعياتو پوهنځي پخوانی استاد دکتور محمد صالح مصلح هم وايي، چې د تحصيل په اړه په کلي توګه چې کوم قرآني متون او روايات راغلي دي، اطلاقېږي او هغه عام دي. اطلاق په دې معنا چې په مشخص ډول نه د کومې ښځې نوم اخيستل شوی او نه هم د نارينه بلکې مخاطبينو ته د جمع په جمله سره خطاب شوی دی چې له ديني اړخه ښځه او نر دواړه پکې شاملېږي. کله چې تاسو په قرآن کريم کې د «يا ايها الذين آمنوا» جمله واياست، «اې هغه کسانو چې ايمان مو راوړی دی» نو په دې کې ښځه او نر دواړه شاملېږي. پر دې خبره د ټولو علماوو اتفاق دی. که له دې پرته بل مفهوم ولري نو بيا يې معنا داده چې نارينه په لمانځه، روژه، حج او زکات مکلف دي، خو ښځې نه دي. په داسې حال کې چې داسې نه ده.
له همدې کبله په اسلام کې د قرآن خطاب ښځې او نارينه دواړو ته دی او هيڅ داسې خطاب نه دی راغلی چې د ښځې يا هم نارينه لپاره خاص وي بلکې د قرآن له مخې په کلي توګه ويل شوي دي چې «قل هل يستوی الذین يعلمون والذين لا يعلمون». ترجمه: «ووايه ايا هغه کسان چې پوهېږي او هغه کسان چې نه پوهېږي، سره برابر دي؟» علم او پوهه هغه وخت تر لاسه کېدلای شي چې تحصيل وي، لوست وي، د همدې لپاره يو ځای وي او همدې ته په پام سره طبيعي ده چې پوه او ناپوه سره برابر نه دي او په ګڼو اياتونو کې همدا خبره شوې ده.
دی زياتوي چې له دې پرته، لومړنی ایت چې په قرآن کريم کې نازل شوی دی او د اسلام پيغمبر مخاطب کوي هغه «اقرأ» ده، معنا «ولوله». لوست هغه وخت کېږي چې د لوست لپاره سواد وي. يعني کله چې يو څوک لوست نشي کولای، هغه ته کوم شی د لوست لپاره نه ورکول کېږي. لوست د علم نښه ده. د معرفت نښه ده او د پوهې نښه ده. دی وايي چې د ښځې او نارينه د علم او تحصيل په اړه هيڅ اختلاف نشته. دا موضوع ان د طالبانو قاضی القضات شيخ عبد الحکيم حقاني هم په خپل کتاب «الامارة الاسلامية و نظامها» کې تاييد کړې ده او په اسلام کې د ښځو د زده کړې اصل مني.
دی پسي زياتوي چې په حقيقت کې د اسلام له مخې د نجونو د زده کړې او تحصيل موضوع هيڅ اختلافي نه ده، البته د زده کړې د نوعيت په اړه اختلاف شوی چې د کومو علومو زده کړه روا او د کومو ناروا ده. په اسلامي نړۍ کې د سنتي ليد يو برداشت دا و چې د «هل یستوی الذین يعلمون والذين لا يعلمون» يا «فاسئلوا اهل الذکر ان کنتم لا تعلمون» يا «اقرأ باسم ربک الذی خلق» او دې روايت «طلب العلم فريضة علی کل مسلم» علم (پر نر او ښځه اطلاقېږي). (د دې وروستي روايت په نورو بڼو کې) مسلمة يعني ښځه لفظ هم راغلی دی چې په اصلي روايت کې نشته خو ټول په دې باور دي چې د مسلم په لفظ کې نارينه او ښځه دواړه شامل دي. دا خبره ښاغلي حقاني هم په خپل کتاب کې منلې ده.
وړاندې تر دې چې علوم په دقيق ډول تحليل او ووېشل شي، ټول علوم په فلسفه کې شامل وو. نو ايا د غير ديني علم زده کړه چې د فلسفې په مجموعه کې شاملېږي، فرض ده او که نه؟ ښاغلی مصلح دې پوښتنې ته په ځواب کې وايي چې فقهاء، محدثين او د اسلامي پوهانو يو لوی شمېر په دې اند وو چې تر هغې کچې جواز لري چې په ديني معرفت کې ګټه ترې اخيستل کېدلای شي. دی وايي چې شيخ عبد الحکيم حقاني هم دقيقا همدا موضوع په خپل کتاب کې راوړې او ويلي يې دي چې د رياضي دومره علم ته اړتيا ده چې د ميراث په وېش کې ترې ګټه واخيستل شي او د ستورپوهنې علم تر هغې کچې لازمي دی چې د سفر لار او قبله پرې معلومه شي. يعنې لومړيتوب او اصليت ديني علم ته ورکوي او نور ټول علوم د ديني علم تابع ګڼي.
دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په پوهنتونو کې د ښځو د تحصيل بنديز پراخ غبرګونونه را پارولي دي. د مصر د الازهر پوهنتون شيخ احمد طيب په پوهنتونو کې د نجونو پر زده کړو بنديز خواشينوونکی بللی او ويلي يې دي چې دا پرېکړه له هغه شريعت سره په ټکر کې ده چې ښځه او نر يې له ځانګو تر قبره د علم زده کړې ته هڅولي دي. ده په يوه اعلاميه کې ټولو مسلمانانو او نا مسلمانانو ته خبرداری ورکړی دی چې له زده کړو څخه د نجونو مخنيوی دې اسلامي امر نه ګڼي. د ده په وينا چې اسلام داسې اقدامات ردوي.
ولې نجونې يوازې تر شپږم ټولګي د زده کړو اجازه لري؟
طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده کړو اجازه ورنه کړه. دې ډلې تر نن ورځې په مختلفو دلايلو او بهانو د ښوونځيو دروازې تړلې دي او د افغانستان د خلکو او نړيوالې ټولنې له غوښتنې سره – سره له خپلې پرېکړې نه دي پر شا شوي. د دې ډلې کابينې په يوه بله پرېکړه کې د لیندۍ/قوس پر ۲۸مه پوهنتونونه هم د نجونو په وړاندې وتړل. د ښاغلي محق په وينا طالبانو شپږم ټولګی ځکه د نجونو د زده کړو وروستی پړاو ټاکلی چې د دوی له ايډيولوژيک ليد سره سم نجونې تر دې وخته دوولس کلنۍ ته رسېږي چې د دوی د بلوغ عمر دی. تر بلوغ وړاندې دوی اجازه لري چې له کورونو ووزي او مکتب ته ولاړې شي، درس ووايي خو تر دې وروسته بيا دا اجازه نه لري.
وجه يې داده چې دوی ظاهرا بالغېږي او کله چې بالغې شوې نو د شرعي مسووليت وخت يې پيلېږي او د طالبانو له اند سره سم چې هغوی ته شهواني او نفساني وسوسې پيدا کېږي او يا هم هغه خلک چې دوی ويني، هغوی ته وسوسې پيدا کېږي. دی وايي: «دا خبره د طالبانو قاضی القضات په خپل کتاب کې ليکلې ده چې حتا عمر هم معيار نه دی، مهمه داده چې نجلۍ له جسمي اړخه په داسې وضعيت کې وي چې نارينه ورته تمايل پيدا کړي. کله چې دې مرحلې ته ورسېږي، بايد له کوره ونه وزي، که يې عمر ډېر وي او که لږ.» خو د زده کړو په برخه کې طالبان نه دي توانېدلي چې د قاضی القضات قاعده تطبيق کړي او ساده حل يې دا موندلی چې تر شپږم ټولګي پورې اجازه ورکړي او تر هغه وروسته يې منع کړي.

ښاغلی محق زياتوي دا چې نارينهو ته اجازه ورکول کېږي چې تر شپږم ټولګي پورته زده کړې وکړي او ښځو او نجونو ته دا اجازه نشته، د دې تړاو د طالبانو له ناروغ ليد سره دی. دا د بدوي انسانانو ليد دی چې د ښځې په اړه يې لري او هغوی انسان نه ګڼي، انسان په دې معنا چې له نارينه سره مساوي وي. طالبان ښځې دويمه درجه موجود ګڼي. داسې انسان يې بولي چې ارزښت او حيثيت يې د نيم سړي دی يا هم تر نارينه ټيټ دی او تر ډېره يې د ژوند او وجود حق د نارينه په شاوخوا کې تعريفېږي. همدا راز ښځې چې کوم حقوق لري، د هغو د اختياراتو دايره هم د نارينه په لاس کې ده او ښځې ته چې کوم هويت ورکول کېږي، هغه هم د نارينه يوه برخه دی.
ښاغلی مصلح هم په دې اړه وايي چې شيخ عبد الحکيم حقاني په خپل کتاب کې وضاحت ورکړی چې د ښځو لپاره حد اقل زده کړه داده چې لوستل او ليکل وکولای شي او ديني ابتدايي زده کړې وکړي. د ده په اند، په همدومره اندازه زده کړې د يوې منظمې کورنۍ لپاره بسنه کوي. «په دې کتاب کې د شيخ حقاني نظر پر هغه تصور ولاړ دی چې دی يې د اسلام د پيغمبر د ښځو او د اسلام په لومړيو کې د ښځو په اړه لري او غواړي چې هماغه تصور نن په يوويشتمه پېړۍ افغانستان کې پلی کړي.» دی پسي وايي چې د طالبانو په اند که ښځې په دې ډول وروزل شي نو د دوی د سنتي کورنيو ښې امر منونکې به وي. دوی ښځې د تصميم نيوونکو او داسې کسانو په توګه په رسميت نه پېژني چې په ټولنيزو او اقتصادي فعاليتونو کې شريکې وي. د ښځو لپاره چې کوم حق مني هغه دادی چې د خپلو اولادونو په روزنه کې يې بيا په رسميت پېژني.
د پوهنتون دا استاد وايي چې د طالبانو په اند د ښځې اصلي ځای د هغې کور دی او که له کوره وزي، نو خامخا بايد يوه داسې اړتيا ولري چې نارينه يې نشي پوره کولای. دی ټينګار کوي چې د طالبانو نظر له قبيلوي فرهنګ څخه اخيستل شوی.
دی وايي چې د طالبانو په اند شپږم ټولګی هغه معيار دی چې ښځې پکې له ليک او لوست سره بلدېږي او له خپلو اولادونو سره هم تر همدې کچې مرسته کولای شي. په دې وخت کې ښځه کولای شي چې د قرآن متن ولولي او هغه عبادت وکړي چې دا پرې مکلفه شوې ده؛ ښځه تر دې زياتو زده کړو ته اړتيا نه لري بلکې مسووليت خو نارينه لري. نارينه بايد له کوره دباندې کارونه وکړي او ښځې ته ډوډۍ وګټي.
واک ته تر رسېدلو وروسته طالبانو پر ښځو ګڼ بنديزونه لګولي دي. دوی يې حاشيې ته کړې دي او له ټولنيزو فعاليتونو يې بندې کړې دي. د دې ډلې د واک په لومړيو ورځو کې کارمندو ښځو ته وويل چې په کورونو کې دې پاتې شي او يو نارينه دې پر خپل ځای معرفي کړي.
د «جنبش حرکت برای تغییر» غړې ارغوان په دې اند ده چې د طالبانو وجودي ماهيت له زن ستيزۍ سرچينه اخلي. ښځې هغه قشر دی که پوه شي نو بنسټپالو ايډيولوژيو ته د نابودۍ تر حده زيان اړولای شي او همدا راز هغه حکومتونه هم په سخت ډول زيانمنوي چې د بنسټپالنې پر اساس جوړ شوي وي. طالبان هڅه کوي چې د خپلې بقا لپاره د ښځو په وړاندې له داسې ميکانيزمونو استفاده وکړي چې هم يې په وسيله ښځې په ټيټ حيثيت کې وساتي، هم يې په خپلو مطيعو او امر منونکو غلامانو بدلې کړي.
دا د خپلو خبرو په دوام وايي چې طالبان د نړيوال پانګوال امپرياليزم او په افغانستان کې د هغوی له شل کلن حضور سره په مخالفت کې په دې باور دي چې ټولنيز نظم د ټولنې په بېلابېلو برخو کې د ښځو په حضور سره خراب شوی دی. د طالبانو له فکري چوکاټ سره سم چې د ښځو لپاره مناسب او تر ټولو ښه ځای په کور کې د هغوی پاتېدل او په جنسيتي رول لکه مورولي، اولاد پالنه او مېړه لمانځنه کې د هغوی استثمارېدل دي. همدا راز د دوی په باور د ښځو لپاره تر ټولو ښې زده کړې، ديني زده کړې دي ځکه په دې زده کړو سره دوی له نارينه سالارۍ سره سمې روزل کېږي. پر همدې اساس د ديني بنسټپالنې په مرسته په ټولنه کې د نارينه سالارۍ ارزښتونه او معيارونه ټينګېږي.
د ښوونځيو حذف او د ديني مدرسو ډېرېدل
په تېر يو نيم کال کې چې طالبانو کوم فرمانونه ورکړي دي، هغه د دې څرګندونه کوي چې طالبان د ښوونځيو له مطلق شتون سره ستونزه لري او هڅه يې داده چې ديني مدرسې ډېرې کړي. د طالبانو د لوړو زده کړو وزير ندا محمد نديم يو څه وخت په يوه ويډيو کې ښوونځيو ته د ښځو د تللو په اړه ويلي و چې غربي زده کړې «زموږ له اسلاميت، افغانيت او غيرت سره» په تضاد کې دي. ده د امان الله خان له لوري د ښځو زده کړو ته هڅونه افغانستان ته د عياشۍ او فحاشۍ د نسخې راوړل بللي و. تر دې خبرو وروسته، د ښځو د زده کړو په وړاندې کلک بنديزونه ولګېدل. د پوهنتونو تر تړل کېدو وروسته، ښوونيز مرکزونه هم وتړل شول. ويل کېږي چې طالبان هڅه کوي د ښوونځيو پر ځای ديني مدرسې رواج کړي.
ښاغلی مصلح د عبد الحکيم حقاني کتاب ته اشاره کوي وايي چې نوموړي په ډاګه ليکلي دي چې د مکتب مخه بايد ونيول شي. نوموړي د «سکول» اصطلاح کارولې چې په پاکستان کې رواج ده. ده ليکلي دي چې په سکولونو کې موډرن علوم ويل کېږي او ان دا چې نجونې او هلکان يو ځای زده کړې کوي. دی چې له ښوونځي کوم نفرت لري، هغه څرګندوي او وايي چې دا (ښوونځي) د استعمار ښوونيز مرکزونه دي او يا هم د فساد خپرولو ځايونه دي چې بايد مخه يې ونيول شي او وتړل شي. ښاغلی مصلح زياتوي چې اوس مهال طالبان هڅه کوي چې د ښوونځيو د ملاتړ پر ځای مدرسې رواج کړي او موډرنې زده کړې په يوه ځانګړې محدوده کې وساتي. محدوده داده چې موډرن علم وکولای شي وسله او چاودېدونکي مواد توليد کړي، هغه څه چې طالبان ورته اړتيا لري.
ښاغلی محق هم په دې اړه وايي چې طالبانو د مدرسو شمېر خورا زيات کړی دی او نور يې هم زياتوي ځکه د دوی هيله داده چې د ټولو څانګو تر تحصيل کړو د ملايانو شمېر زيات کړي. «کله چې ملايان زيات شي، نو کېدلای شي چې يوه برخه يې جنګ ته استخدام شي او ځيني نور يې مسجدونو او منبرونو ته، له ځينو نورو يې په ښوونځيو او زدکړييزو ځايونو کې کار اخلي او يو څه به يې په ادارو کې ولګوي. تر دې وروسته د يو ډول خلکو شبکه جوړېږي او د ثروت، قدرت او معرفت ټولې سرچينې د همدوی په واک کې راځي. دوی ټول د انسان، ټولنې، قانون او حکومتولۍ په اړه يو ډول ليد لري.»
د ښاغلي محق په وينا، د طالبانو په فکر کې انتقادي ليد نشته او د طالبانو په اند مطلوبه ټولنه هماغه ده چې ټول يو ډول فکر وکړي، د يوې مرجع اطاعت وکړي او هيڅ ډول اعتراض هم ونه لري. دی ټينګار کوي چې که طالبان د اوږد مهال لپاره په افغانستان کې پاتې شي، نو دا هيواد به د يوې متحجرې، ټولغوښتونکې، ځپونکې، عقديي او د دين په وسله سمبال ډلې په لاس کې وي.

د پوهنتون استاده مرجان نازنين په دې اند ده چې که څه هم په دې اړه بېلابېل نظرونه ورکړل شوي دي او تقريبا د دې علم د نوعيت په اړه د فقهاوو او اسلامي پوهانو تر منځ شاوخوا شل نظريات شته دي. کوم کسان چې فقها وو، هغوی د فقهې زده کړه فرض ګڼله او د کومو کسانو تړاو چې له بلاغت، حديثو، اصولو، تفسير يا بل هر علم سره و، نو هماغه خپله څانګه يې د فرض علم په توګه يادوله. په دې توګه له دې زاويې يوازې د ديني علم زده کړه د ښځې لپاره روا ده. ټولې ښځې بايد په عقايدو وپوهېږي او ځيني ښځې بايد په فقه او اصولو يې پوه شي. د نورو علومو زده کړه د ښځو لپاره لازمي نه ده.
د دې چلند او تعبير پر اساس، طالبان دا اجازه لري چې د ښځو زده کړې يوازې تر شرعي مسايلو پورې ځانګړې کړي. په حقيقت کې د هغو علومو د ديني کولو لپاره چې ښځې او نارينه يې زده کوي، يا يې بايد زده کړي، دا اجازه ليک دی.
د پوهانو په وينا، که طالبان ښوونځي پرانيزي نو د نصاب د بدلون شونتيا هم شته. د پوهنتون استاده شهلا فريد په دې اړه وايي موږ وليدل چې طالبانو په لوړو زده کړو کې بدلونونه راوستل او د ځينو دينو مضمونونو ساعتونه يې ډېر کړل. د پوهنتون دا استاده په دې اند ده چې که طالبان ښوونځي د مدرسو په نوم سره خلاص کړي او هلته ديني علوم ځای پر ځای کړي، نړۍ ته به ښيي چې ښوونځي يې خلاص کړي دي خو منځپانګه به يې هغه نه وي چې په يوويشتمه پېړۍ کې نجونو ته ګټه وکړي او وکولای شي چې هغوی د ټولنې يوه فعاله برخه کړي. دا ټينګار کوي چې د طالبانو ديني زده کړې به په ځوانانو کې هم د فعاليت انګيزه ختمه کړي او د ښځو به هم ټول پام نقاب او دستکش اغوستلو ته وي.
اغلې فريد د خپلو خبرو په دوام وايي چې شونې ده د ښوونځيو دروازې تر هغه وخته د ښځو په وړاندې بندې پاتې شي، تر څو د افغانستان د معارف نصاب د ښځو په وړاندې نه وي بدل شوی او د مدرسو نصاب پکې نه وي ځای پر ځای شوی. دا وايي چې له معلوماتو سره سم، دوی له زده کوونکو د ديني علومو ازموينه اخلي او فکر کوي چې په دې توګه ښځې اصلاح کوي. په داسې حال کې چې اصلا د خپل ځان ګټې له خطر سره مخ کوي. نوي ځوانان له دوی زده کړه کوي، د دوی مغزونه وينځل کېږي چې يوازې په کورونو کې پاتې شي او له لمانځه کولو او قرآن لوستلو پرته بل کار ونه کړي.
طالباني شريعت
ښاغلی محق د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا طالبان کارونه د شريعت پر اساس کوي او که نه؟ وايي که دا ووايو چې د طالبانو کارونه له شريعت سره اړيکه نه لري، دا خبره سمه نه ده ځکه دوی هم له شريعت څخه خپل تعبير لري. د دوی دا هم د دين يو تفسير او تعبير دی او څه چې د طالبانو مخالفين وايي هغه هم د شريعت او دين يو تفسير دی. دواړه مساوي دي، خو کوم څه چې دواړه نا مساوي کوي هغه دادي چې کوم تفسير انسانانو ته د انتخاب حق ورکوي او کوم تفسير معقول دی؟ کوم تفسير د ټولنې په ګټه دی او کوم د تفسير د اوس مهال له غوښتنو سره سم دی. کوم تفسير نړيوالو قوانينو او کنوانسيونو ته نږدې دی؟ او کوم تفسير کولای شي چې اوس مهال مسلمانانو ته وياړ ور وبخښي؟ او کوم تفسير کولای شي چې د ټولنې له پرمختګ سره مرسته وکړي. موږ په همدې معيارونو سره کولای شو چې د تفسيرونو تر منځ يو انتخاب وکړو. که دا ووايو چې طالبان او نوري افراطي ډلې لکه اخواني، سلفي او تحريري په شريعت نه پوهېږي، يا هم له شريعت سره اړه نه لري، مګر دوی هم له شريعت څخه دليل وړاندې کوي، ټولي ډلې همداسې کوي؛ خو د ځينو ډلو تفسير معقول او ګټور دی او د طالبانو او همداسې نورو ډلو تفسير زيان رسوونکی او ويجاړوونکی دی.
پر افغانستان د دې ډلې د واکمنۍ شاوخوا يو نيم کال کېږي او په دې موده کې يې هيڅ ډول اعتراض او انتقاد نه دی منلی. د دې ډلې د پرېکړو په وړاندې ټول اعتراضونه ځپل شوي دي. ښاغلی مصلح په دې اند دی چې دا د دې څرګندونه کوي چې طالبان حنفي مذهب ته معتقد نه دي او له سلفي او اهل حديث ليد سره سم چلند کوي. د پوهنتون د دې استاد په وينا، يوه بله موضوع هم د شريعت له اړخه طالبانو تر نيوکو لاندې راولي هغه له ديوبندي مکتب سره د دې ډلې فکري تړاو دی.
دی زياتوي چې طالبانو سياسي فکر له ديوبند څخه اخيستی دی، په تاريخي لحاظ يې ديني تعبير تر اهل حديثو رسېږي او د عقل خلاف بنديزونه يې د قبيلوي تفکر څرګندونه کوي. دا درې سره شيان يو ځای شوي او اوسنی وضعيت يې را پيدا کړی دی. له دې پرته د اسلامي شريعت اساس تل پر خبرو او مشوره کولو ولاړ دی. دی وايي چې د قرآن کريم امر دادی: «وامرهم شوری بینهم». معنا د مسلمانانو يوه ځانګړنه داده چې هر ډول پرېکړه کوي نو په خپلمنځي مشوره يې کوي. د طالبانو مشر پر هيڅ ډول مشوره باور نه لري او د علماوو نظريات نه مني. دی دا ډول تصميمونه نيسي چې د ۳۶ ميليونه افغانانو برخليک له ګواښ سره مخ کوي او دا د قرآن د نص خلاف کار دی. دی پسې وايي چې دا په حنفي مذهب کې د تېر تاريخ بر خلاف کړنه ده. ښاغلی مصلح زياتوي چې طالبان په دا ډول چلند يوازې د خپل قدرت او د سياسي تفکر د تبليغ په لټه کې دي. په عين مهال کې غواړي چې خپل سنتي قبيلوي تفکر وساتي او وښيي چې په افغانستان کې يو قبيلوي تفکر واکمن دی.
