اطلاعات روز: تخار کې د طالبانو امنيې قومندانۍ د دې ولايت په مرکز تالقان ښار کې چاودنه تاييد کړې او ويلي يې دي چې په دې چاودنه کې درې کسان ټپیان شوي دي.
تخار کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند مبين صافي ويلي، چې دا چاودنه نن (چهارشنبه، ۷ د مرغومي) سهار شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې «قطغن» خصوصي روغتون ته څېرمه د تالقان ښار د مرکزي څلورلارې په سل مترۍ کې شوې ده.
د ده په وينا چاودنه د مبايل پلورنې په يوه غرفه کې د ځای پر ځای شوي ماین له امله رامنځته شوې. هغه زیاته کړې، چې په دې چاودنه کې درې تنه ژوبل شوي دي.
خو عيني شاهدان بیا اطلاعات روز ته وايي، چې دا چاودنه د مقناطيسي ماين له امله رامنځته شوې او موخه يې د طالبانو «رنجر» ډوله موټر و.
د دوی په وينا، په دې پېښه کې د طالبانو د يوه نظامي کس په ګډون درې تنه ژوبل شوي دي.
تر اوسه چا او يا کومې ډلې د دې چاودنې پړه نه ده منلې.
په دې وروستيو ورځو کې تخار د څو چاودنو شاهد و.
دوې ورځې وړاندې د تخار په ګاونډ د بدخشان په مرکز فيض اباد ښار کې يوې چاودنې د طالبانو امنيې قومندان عبد الحق عمر وواژه.
د طالبانو کورنيو چارو وزارت وويل، چې په دې چاودنه کې عبد الحق عمر له دوو نورو کسانو سره ووژل شو. د دې بريد پړه داعش ومنله.
