اطلاعات روز: د ننګرهار د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې له لورې د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت درې ښوونځي جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د ننګرهار لپاره د طالبانو د پوهنې رییس حبیب حضرت حقاني د یادو ښوونځیو د پرانیستې پرمهال وویل، چې یاد ښونځي دوه د هسکې مېنې ولسوالۍ په «غریزو» سیمو کې او یو بل یې پچیراګام ولسوالۍ اړوند «پاس پچیر» سیمه کې جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارلي دي.
نوموړی وایي، چې له دې وړاندې د یادو سیمو د هلکانو او نجونو په ګډون شاوخوا پنځه زره زده کوونکي د ښوونځيو د ودانۍ نشتون له امله له زیاتو ستونزو سره مخ وو.
په همدې حال کې د هسکې مینې ولسوالۍ اوسیدونکي هم د یادو ښوونځیو له جوړید خوښي څرګندوي، دوی وایي په ښوونځیو کې د سرپناه او صحي اوبو نشتون د دوی د اولادونو د زده کړو پر وړاندې لویې ننګونې دي.
د ننګرهار د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې په دغه ولايت کې ۱۴۸ ښوونځي ودانۍ، ۳۵۰ د احاطې ديوالونه او د ۲۲۱ ښوونځيو زدهکوونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
د پوهنې ریاست چارواکي وایي، اوس مهال په ټول ننګرهار کې د نجونو په ګډون څه باندې اته سوه زره برحاله زدهکوونکي د پوهنې رياست په چوکاټ کې زدهکړې کوي، خو د ښوونځيو په برخه کې یادې ستونزې له کړاو سره مخ کړي دي.
