د ملګرو ملتونو امنيت شورا: د طالبانو له خوا د ښځو پر کار بنديز به د مرستو رسولو بهير اغېزمن کړي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو امنيت شورا په غير دولتي بنسټونو کې د ښځو د کار بنديز ته په غبرګون کې ويلي، چې د طالبانو دا پرېکړه به افغانستان کې د بشري مرستو بهير اغېزمن کړي.

د دې شورا غړو تېره شپه (سې‌شنبه، ۶ د مرغومي) په يوه بیانیه کې د طالبانو له لوري د ښځو پر زده کړو د بنديز په تړاو هم ژوره اندېښنه ښودلې.

دوی يو ځل بيا په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بشپړ، برابر او معنادار ګډون غوښتنه کړې او ويلي يې دي چې طالبان دي ژر تر ژره ښوونځي پرانيزي او ژر دې «دا سياستونه او چلندونه بدل کړي چې بشري حقونه او اساسي ازادۍ نقضوي».

له دې سره – سره، د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غړو ويلي چې د هغو راپورونو په تړاو اندېښمن دي چې طالبان د غير دولتي سازمانونو او نړيوالو سازمانونو ښځينه کارمندانې له کار ځايونو راګرزوي.

د دوی په وینا دا پرېکړه به د ملګرو ملتونو په ګډون په هېواد کې د بشري مرستو، د مرستو د لېږلو او روغتیايي کارونو په برخه کې د پام وړ او سمدستي اغېز وکړي.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا ويلي، چې د طالبانو بنديزونه د دې ډلې له هغو ژمنو سره چې د افغانستان د خلکو په تړاو يې کړي د نړيوالې ټولنې له هيلو سره په تضاد کې دي.

امنيت شورا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له ماموريت (يوناما) څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

دې شورا په افغانستان کې له اړونده ټولو لوبغاړو او سياسي اړخونو سره دوامدار تعامل مهم ګڼلی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه