د ښځو پر کار او زده کړو بنديز؛ د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق: د طالبانو فرمانونه بشري حقونه نقضوي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق اجرايوي مديرې ناتاليا کانم په افغانستان کې د ښځو پر زده کړو او په بشري سازمانونو کې د هغوی پر کار بنديز په کلکو ټکو غندلی دی.

هغې په يوه بیانیه کې ويلي، چې د طالبانو دا فرمانونه بشري نړيوال حقونو نقضوي او د ښځو هغه حقونه سلبوي چې هغوی يې د يوه انسان په توګه لري.

ناتاليا کانم ويلي: «طالبان د زده کړو له حق څخه ښځې او نجونې محروموي او په دې توګه د هيواد په پرمختګ، اقتصادي ودې او ثبات کې د نيم نفوس ونډه له پامه غورځوي.»

دې همدا راز ټينګار کړی چې ښځې بشري بحران ته په اغېزناکه توګه ځواب ورکولای شي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق اجرايوي مديرې زياته کړې چې د افغانستان په لېرې پرتو سيمو کې هره مياشت ۲۴ زره ښځې زېږون کوي او د خوندي زېږون لپاره روغتيايي خدماتو ته اړتيا لري.

دې له طالبانو غوښتي چې ښځو او نجونو ته اجازه ورکړي چې بيرته مکتبونو ته ولاړې شي او همدا راز په غير دولتي سازمانونو کې بوختو ښځو ته اجازه ورکړي چې د افغانستان د ميليونونو سختو اړمنو خلکو د ژغورنې کار ته دوام ورکړي.

طالبانو  په دې وروستيو کې د ښځو د تحصيل تر څنګ، په غير دولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار هم بنديز لګولی دی. تر دې وړاندې يې هغه ښځې هم پر کورو کېنولي چې په دولتي ادارو کې يې کار کاوه.

د طالبانو دې وروستيو دوو پرېکړو نړيوال غبرګونونه را پارولي دي. د اسلامي هيوادونو په شمول نورو هيوادونو دا اقدامات غندلي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه