اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وایي، چې د افغانستان خلک د دغې ډلې له حکومت څخه امنیت، تجارت، کار او تعلیم غواړي.
نوموړي، چې نن (یکشنبه، ۴ د مرغومي) په کابل کې د مالي جریمو د معافيت په غونډه کې وينا کوله وويل، چې د طالبانو حکومت د خلکو او نړيوالې ټولنې پر وړاندې مسووليتونه لري.
متقي ادعا وکړه، چې د طالبانو حکومت خپل ډېر مسوولیتونه سرته رسولي او د خپلو ټولو مسوولیتونو ترسره کولو ته ژمن دی.
هغه ټینګار وکړ چې د طالبانو حکومت په خپلو مسوولیتونو پوه دی او د شته ستونزو د هوارۍ لپاره شپه او ورځ هڅه کوي.
متقي وویل: «دا ملت نن خدمت غواړي. دا ملت له تا څخه امنیت، تجارت، کار، تعلیم او هرڅه غواړي.»
نوموړي د طالبانو نور غړي هم مخاطب کړل او ويې ويل، که دا ډله غواړي چې حکمراني وکړي، بايد د خلکو خدمت وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو پر حکومت نیوکه کوونکي وایي، دغې ډلې نه یوازې د خپلې واکمنۍ په دې یو نیم کال کې هیڅ نه دي کړي، بلکې د عامو خلکو په ګډون ښځې او نجونې یې له خپلو لومړنیو اساسي حقونو څخه بې برخې کړي دي.
دې ډلې په دې وروستیو کې د نجونو لوړې زده کړې وځنډولې او ښځې یې په غیر دولتي موسېسو کې له کار کولو منع کړې.
طالبانو تر دې وړاندې نجونې له ښوونځيو بې برخې کړي او په دولتي ادارو کې کار کوونکې ښځې په کور کېنولې دي.
