د خوست ولايت ديني عالمان او قومي مشران: له اوربند پرته د سولې خبرې پايله نه لري

اطلاعات روز: د خوست ولايت ګڼو ديني عالمانو، قومي مشرانو او د مدني ټولنې غړو د دولت او وسله والو طالبانو تر منځ اوربند اساسي موضوع يادوي او وايي هممهاله جګړه او د سولې خبرې به پايلې وي.

هغوی په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د طالبانو له مشرتابه او سياسي جريان څخه غوښتنه وکړه چې په دې اړه د هېوادوالو غوښتنو ته درناوی وکړي او له جګړې لاس واخلي.

ديني عالم مولوي محمدالله يونس وويل چې په تېرو شاوخوا ۱۷ کلونو کې د سولې لپاره جدي کار نه و شوی او په کار ده چې اوس په دې برخه جدې هلې، ځلې وشي.

يونس وايي:«په هېواد کې يتيمان، کونډې او بېوزله خلک ورځ تر بلې اضافه کيږي، له هرې خوا ځپل کيږي او له ستونزو سره مخ کيږي. زه پر مسول چارواکو غږ کوم چې دومره غفلت بس و، نور بايد له زړه کار وشي. طالبان دې هم د خلکو او ملت خواست ته وګوري او نور دې له دې دربدريو څنګ ته شي.»

ديني عالم حکمت الله وايي چې ټول خلک د اوربند او سولې غوښتونکي دي، خو وايي هغه سوله نه غواړي چې د دوی ارزښتونه پکې تر پښو لاندې کيږي.

نوموړي زياته کړه:«موږ نه داسې سوله غواړو چې افغاني ارزښتونه او پيشرفتونه له منځه وړي او نه داسې سوله چې زموږ دين، اسلام او اسلامي احکامو او شعايرو ته پکې خطر وي.»

مدني فعال احمدالله بسمل وايي له کله چې په قطر کې د سولې خبرې پيل شوي، د وسله والو طالبانو لخوا د زيات امتياز اخيستو لپاره جګړو زور اخيستی دی.

بسمل وويل که رښتيا هم وسله وال طالبان او ناټو په افغانستان کې د سولې اراده لري، نو اوربند دې وکړي او په بشپړ ډول دې د سولې پروسې ته داخل شي.

هغه زياته کړه:«دا څه ډول سوله ده چې په مسکو او قطر کې د سولې خبرې روانې دي، امريکا او نور خلک له طالب سره مخامخ په يو مېز ناست دي او کبابونه سره خوري، خو دلته دې زه هره ورځ په انفجار او انتحار کې وژل کېږم. دا څه ډول اسلاميت او افغانيت دی؟»

د پوهنتون استاد لمر بهير وويل چې ډېری افغانان سوله غواړي، خو په دواړو خواوو کې ځينې کسان ځکه د خبرو پلوي ندي، چې په جګړه کې يې ګټې نغښتې دي.

بهير وايي:«سوله زما کابينه او لوړ پوړي چارواکي نه غواړي او نه يې د طالب په خوا کې ځينې کسان غواړي، چې اوس تجاران شوي، د هغوی د بچيانو لپاره موټر شته، خارج ته سفر او هر څه مهيا دي. ستا يو ناروغ په اونيو د پاکستان او هند سفارت مخې ته په قطارونو ولاړ وي او يوه ويزه څوک نه ورکوي.»

قومي مشر حاجي شاه ولي وايي چې د وسله والو طالبانو مشرتابه د خلکو غوښتنې ته په درناوي سولې ته واقعي اراده ثابته او اوربند وکړي.

شاه ولي وويل چې د سولې په فضا کې به له اوس څخه خبرې ښې او ګټورې وي او د افغانستان اسلامي جمهوريت او وسله والو طالبانو مرکچي پلاوي به د مذاکراتي مسايلو په اړه په ډاډ خبرې وکولی شي.

نوموړي زياته کړه:«دا نو بيخي تعجب ده چې هم جنګ کوم، هم خبرې؛ دا هېڅ اصول او قانون ندی، بيا موږ او تاسې خو افغانان يو، افغانانو خو داسې نه وي، پښتو او غيرت خو داسې نه وي؛ دا طالب ولې داسې کوڼ دی چې د هېڅ مظلوم افغان غږ نه اوري. موږ وايو چې خلک ارام ژوند ته پرېږدي، نور که يو کال خبرې کوئ او که پنځه کاله، يو وخت به نتيجې ته ورسېږئ.»

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ له ځنډ وروسته يو ځل بيا د افغانستان اسلامي جمهوريت او طالب وسله والو د سياسي مرکچي پلاوو تر منځ په دوحه کې د سولې مخامخ خبرې پيل شوې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه