کندهارۍ نجونې: که موږ ډاکټرانې نشو، افغانان مجبوره دي خپلې ښځې د درملنې لپاره پنجاب ته بوځي

خبریال: وحیدالرحمن افغانمل

اطلاعات روز: کندهار کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو يو شمېر ښځينه محصلينې د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوي چې د افغان نجونو د زده کړو مخه دې نه نیسي.

دغو نجونو اطلاعات روز سره په خبرو کې د واکمنې ډلې څخه د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانیستو غوښتنه وکړه.

کندهار کې د يوه خصوصي پوهنتون د طب پوهنځي محصلې فريدې اطلاعات روز ته وویل، طالبان دې افغان نجونې پرېږدي ترڅو تعليم وکړي او په بېلابېلو برخو کې له نړيوالو سره ځانونه سيال کړي.

نموړې چې د طب پوهنځي وروستي سیمسټر کې ده وایي، د تېرو څو ورځو په موده کې يې څو ځله د يو سوليز لاريون هڅه کړې خو د طالبانو ځواکونو له لوري يې مخه نيول شوې او ورته اجازه نه ده ورکړل شوې.

فریدې وویل: « د طالبانو دا کړنې هيڅ ګټه نه لري، دنیا ورځ تربلې پرمختګ کوي خو موږ شا تګ کوو، طالبان همدا غواړي چې ښځې تحصيل ونکړي او د کور کار وکړي، دا ټولنه ډاکټرې، قابلې، نرسې، معلمې او څارنوالې ته اړتيا لري، زما ارمان و چې ډاکټره شم خو په وروستيو ورځو کې مې ارمان له خاورو سره خاورې شو.»

دغه راز د وږمې په نوم د يوه بل خصوصي پوهنتون د طب پوهنځي محصله بیا وایي، له کله نه چې د طالبان واک ته رسېدلي ټول فرمانونه او قوانین یوازې پر ښځو عملي کېږي.

نموړې وایي، په ډیر زیار او کوښښ یې د پوهنتون تر وروستي کال پورې ځان رسولی خو، اوس یې هېلې په ډوبیدو دي.

وږمه د طالبانو څخه غوښتنه کوي چې د نجونو پرمخ دې د پوهنتونونو دروازې پرانیزې ترڅو محصلینې له درسونو شاته پاتې نشي.

هغې وویل: « طالبان هيڅ فکر نه کوي چې په افغانستان کې نور اقتصادي مشکلات شته که نه ټولو يوازې ښځو ته مخه کړې، که زه ډاکټره نشم بله ښځه ډاکټره نشي نو افغانان خپلې ښځې پنجابيانو ته د درملنې لپاره بوځي، طالبان دې ښځې تحصیل ته پریږدي ښځه تر ټولو بې وسه انسان دی.»

د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزير ندا محمد نديم د تېرې سې‌شنبې په ورځ (۲۹ د لیندۍ) د يوه فرمان په ورکولو سره په دولتي او خصوصي پوهنتونو کې تر امر ثاني پورې د نجونو لوړې زده کړې وځنډولې.

د طالبانو دې پرېکړې د افغانستان په داخل او دباندې ګڼ غبرګونونه را وپارول.

د دغه غبرګونونو په دوام اوس مصر کې د الازهر پوهنتون مشرتابه پلاوي ویلي، چې افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو له ممنوعیته خواشیني دي.

الازهر پوهنتون څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د طالبانو دغه اقدام د اسلامي شریعت خلاف عمل دی.

طالبانو نه یوازې دا چې د نجونو پرمخ پوهنتونونه وتړل بلکې د دوې د پریکړې په غبرګون کې راپورته شوې ښځینه محصلانې یې وهلي ډبولي او حتا زنداني کړې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه