مزارشریف ښار کې د نجونو پرمخ ښوونیز مرکزونه وتړل شول

اطلاعات روز: د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې هغه ښوونيز مرکزونه چې د طالبانو د واکمنېدو وروسته د شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ پرانيستي وو، وتړل شول.

يو شمېر مزار میشتو ښځینه زده کوونکو اطلاعات روز ته وویل، چې طالبانو ورته نن (شنبه، ۳ د مرغومي) په خپلو ټولګیو کې د ګډون اجازه نه ده ورکړې.

«مسلم» د انګلیسي ژبې ښوونیز مرکز او یو شمېر نور خصوصي ښوونیز مرکزونه چې د کمپیوټر او انګلیسي ژبې د زده کړې په برخه کې فعالیت کوي، هغه مرکزونه دي چې نن سبا د نجونو پر مخ تړل شوي دي.

سرچینې وايي، طالبانو د ښوونیز مرکزونو د دروازو مخې ته خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي او نجونو ته اجازه نه ورکوي چې ټولګیو ته ولاړې شي.

مزارشريف ښار کې د «مسلم» انګليسي ژبې ښوونیز مرکز يوه زده کوونکې مروه (مستعار) پر دې اقدام نیوکه کوي او وایي: «نن سهار چې په پیاوړتیا سره ښوونیز مرکز ته لاړمه، خو په ناهیلۍ سره راستنه شوم.  اجازه یې رانکړه چې ټولګي ته لاړه شم او درس ووایم.»

خدیجه یوه بله نجلۍ چې نن ښوونیز مرکز ته د ننوتو اجازه نه ده ورکړل شوې، وايي: «د انګلیسي ژبې د زده کړې لپاره مې لس میاشتې شپه او ورځ کوښښ وکړ، خو اوس چې د ټافل ټولګي ته رسېدلې یم، څنګه کولای شم خپلې زده کړې پرېږدم؟ دا واقعاً زموږ پر وړاندې یو ظلم دی.»

په هېواد کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د نجونو پر تعلیم، کار او زده کړو پراخ بندیزونه لګیدلي دي.

بلخ یو له هغو ولایتونو څخه و چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته تللې.  د نورو ولایتونو په ځینو سیمو کې هم نجونې ښوونځیو ته تللې.

د طالبانو د پوهنې وزارت تازه امر کړی چې له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ دې د ټولو ښوونځیو او ښوونیز مرکزونو دروازې وتړل شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه