خوست کې يوه ځوان د ملي پوځ نمونوي ټانک جوړ کړی

اطلاعات روز: په خوست ولايت کې يوه ځوان په ريموټ کنټرولېدونکی د ملي پوځ نمونوي ټانک جوړ کړی او وايي که دولت ورته د تخنيکي زده کړو وسايل او اړين امکانات برابر کړي، په دې برخه کې نور توکي هم جوړولی شي.

دغه ځوان رشيدالله نوميږي، د اسمعيل خېلو او مندوزيو ولسوالي د حسنزيو کلي اوسيدونکی دی، چې په ۱۳۹۷ کال د خوست د شېخ زايد پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي له پښتو څانګې فارغ شوی دی.

رشیدالله وويل، دا نظامي ټانک يې په خپل نوښت جوړ کړی او که د تخنيک په برخه کې ورته اسانتياوې برابرې شي، ورته ځينې نور مهم څيزونه هم جوړولی شي.

هغه زياته: «د دې ټانک باډۍ مې له آهنګ چادر څخه جوړه کړې، درې ډاينموګانې مې پکې نصب کړې چې يوه شاته، بله مخکې او يوه د تومانچې د ماشې د راکشولو لپاره ده، همدا ډول مې په کې درې دانې بېټرۍ لګولې، چې دوه د حرکت او يوه د څراغونو روښانولو لپاره ده.»

رشيدالله وايي که څه هم تخنيک يې مسلک ندی، خو له دې برخې سره د ځانګړې لېوالتيا له مخې يې دا ټانک او وسره د ملي اردو د سرتېرو يو ټوپک جوړ کړی:«ما له کوچينوالي له نظامي موټرو او وسلې سره ډېره علاقه درلوده.»

نوموړي د دې سربېره د خپلې کورنۍ له ګڼو اقتصادي ستونزو سربېره بيا هم يوه کوچنۍ نمونوي چورلکه او نظامي هاموي ټانک جوړ کړی دی.

هغه وايي: «که ما ته امکانات برابر شي او ځينې شيان رازده شي، کولی شم نور ځوانان هم وروزم. زه غواړم چې په دې برخه کې زياتې عملي زده کړې وکړم.»

د خوست د اطلاعات او کلتور رياست مسولين وايي هغه ځوانان يې تر وسه هڅولي او هم يې مرکز ته د لاسنيوي لپاره ور وپېژندلي، چې د تخنيک په برخه کې يې نوښتونه کړي دي.

د اطلاعات او کلتور رييس  وويل چې رشيدالله په خوست کې د ملي اردو د لومړۍ شايسته پلې لوا څخه ۲۰۳ تندر قول اردو او له هغه ځايه ملي دفاع وزارت ته د هوايي پوهنتون لپاره هم معرفي شوی دی.

د خوستوال رشيدالله سربېره په پکتيا کې او شاوخوا ولايتونو کې هم ځينې داسې ځوانان شته چې په خپله ذهني وړتيا يې بېلابېل مهم توکي جوړ کړي او وايي که امکانات ورته برابر شي، دا ډول واقعي او لوی وسايل او سایط جوړولی شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه