د زده کړو بندېدل؛ «د نجونو د دار تخته»

اطلاعات روز: له کومه وخته چې يې په پوهنتونو کې د نجونو د زده کړو د بندېدلو خبر اورېدلی، اوښکې يې بهېږي. نه يوازې دا، بلکې ټوله کورنۍ يې ژاړي او ټوله شپه نه دي ويده شوي.

مرضيه د فارمسي څانګې د څلورم کال زدکړياله ده او د عالي قابلګۍ يې درېيم کال دی. دا په دې څو کلونو کې ټولې کښلې خوارۍ او هيلې بيا يادوي او وايي چې هغو ورته له دې ستونزو سره د مقابلې کولو وس ورکړی دی.

دا وايي چې زده کړې د دې  ټول ژوند دی: «له کوم څه چې موږ منع کوي، هغه زما او زما په څېر نورو نجونو لپاره د دار تخته ده. ځکه زه د کتاب د ليکو تر منځ ساه کاږم، موږ له دې ټولو ستونزو سره په دې دليل مبارزه کوله چې درس مو وايه او د ځان او خلکو لپاره مو راتلونکی جوړاوه.»

دا هغه ټولې سختۍ يادوي چې دې او کورنۍ يې د زده کړو په دې څلور کلن مزل کې ليدلې دي. دا وايي: «ته پوهېږې چې دا څو کاله مې څرنګه درس ويلی دی؟  د پوهنتون د لګښتونو پوره کولو لپاره مې د ژبې درې ساعته تدريس ورکاوه او د مياشتې په اخير کې مې دوه زره يا هم تر دې کمې پيسې پيدا کولې، قالينې مې اوبدلې، جامې مې ګنډلې، دشپې به مې يوازې دوه ساعته خوب کاوه ځکه ما فکر کاوه چې د هيواد د پرمختګ او خلکو ته د انګيزې ورکولو لپاره بايد زيات کار وکړم او درس ووايم. ما هم مهاله له فارمسي سره يو ځای قابلګي شروع کړه، له دې سره په څنګ کې مې تدريس او نور درانه کارونه کول.»

دا وايي چې د دې څو کلونو په اوږدو کې يې ډېری وختونه خوراک او څښاک هېر شوي تر څو درس ووايي او له دنيا سره سياله شي: «د سهار تر اذان وروسته به تدريس ته تلم. د غرمې ډوډۍ خبره روښانه وه، پيسې را سره نه وې چې له دباندې يې واخلم او له کوره يې وړل شوني نه و. دشپې به مې هم له ډېرې ستړيا خوراک ته زړه نه کېده.»

دا وايي چې د کرونا خپرېدلو او د نظام بدلون دا ستونزې نورې هم زياتې کړې دي: «د کرونا په شپو او ورځو کې د بيالوژۍ زيات حجم لرونکو ويډيوګانو موږ لېوني کړي وو، عملي کارونه به مو د ټیليفون پر ښيښه کتل چې د دې لپاره انټرنيټ ته اړتيا وه. زه او خويندې چې هغوی هم محصلينې وې، مجبورې شوو چې غاړې وګنډو تر څو کولای شو چې د انټرنيټ ۳۰ ورځنۍ کڅوړې فعالې کړو. په همدې حالت کې مو هيله درلوده او له ننګونو سره مو مبارزه کوله. اوس چې د فارغېدو پر درشل يو، پوهنتونونه يې راباندې وتړل.»

مرضيې له خپل پلار سره ژمنه کړې وه چې په هر حالت کې به درس وايي او ډېرې زده کړې به کوي. په کومه ورځ چې دې دا ژمنه وکړه، هغه ورځ يادوي او وايي: «مازيګر و او د کانکور د تيارۍ د صنف لپاره د نومليکنې وروستۍ ورځ وه، زما پلار ډېر ناروغ و. ده ماته د خپلو درملو پيسې راکړې، ده له ما ژمنه واخيسته چې په هر حالت کې به درس وايم او ګټه رسوونکي انسانان به کېږو. په رښتيا هم زما پلار زما او زما د خویندو زده کړو ته تر خپل ژوند هم ډېره ترجيح ورکوله …»

مرضيه وايي چې پلار يې له دې ناروغۍ څخه جوړ شو او ويې کولای شول چې د دې او دوو نورو خویندو پوهنتون ته تګ وويني او خوشالي وکړي. خو اوس دی نه شي کولای چې د نجونو د لوړو زده کړو ملاتړ وکړي. د هغه په نشتون کې يو شي او اوسنيو پېښو د مرضيې وېر نور هم د پخوا په پرتله زيات کړی دی: «زما پلار سږ کال په مرموزه توګه مړ شو او زه نن شپه داسې احساسوم چې هغه وير مې را تازه شوی دی. اوس هيڅوک نشته چې زما او زما د خویندو زده کړې ورته مهمې وي.»

د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر تر دې وړانې ښوونځیو ته د نجونو تګ «عیاشي او فحاشي» بللې وه او اوس یې د نجونو د زده کړو د ځنډولو امر کړی دی.انځور: Getty Image

د لوړو زده کړو ممنوعيت

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د سې‌شنبې (۲۹) په ورځ په يوه مکتوب کې دولتي او خصوصي پوهنتونو ته امر کړی دی چې د نجونو زده کړې دې «وځنډوي». د دې مکتوب په پای کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزير ندا محمد نديم لاسليک کړی دی. نوموړي يو څه وخت وړاندې ښوونځي ته د نجونو تلل غربي فرهنګ بللی و او ويلي يې و چې دا فرهنګ د امان الله خان له خوا وطن ته راوړل شوی دی. ده همدا راز ښوونځي ته د نجونو تګ د «عياشۍ او فحاشۍ» نسخه بللې وه.

طالبانو واک ته تر رسېدلو وروسته هغه نجونې هم ښوونځي ته له تللو منعه کړې چې تر شپږم ټولګي پورته دي.

له ښوونځي محرومو نجونو ته زده کړې ورکول

مرضیه او خویندې يې د نجونو د زده کړو په وړاندې د طالبانو له بنديزونو سره د مبارزې لپاره يو پټ ښوونيز مرکز لري او هلته له ښوونځي محرومو او پاتې شويو نجونو ته په دې هيله زده کړې ورکوي چې هغوی به پوهنتون ته ولاړې شي.

مرضيه چې دا مکتب اداره کوي، وايي چې کله يې سږ کال پلار وفات شو، دې دا مکتب جوړ کړ تر څو وکولای شي چې له نجونو سره مرسته وکړي. خو نور ورسره دومره وس نشته چې له ځان او نورو زرګونو زده کوونکو سره مرسته وکړي: «زموږ په کورنۍ کې رواج داسې دی چې د مکتب فارغين بايد د خپلو لوړو زده کړو پر مهال اړمنو افرادو ته درس ووايي او موږ دا کار په کور کې کوو، خو کمو خلکو دې ته لاسرسی درلود. کله چې زه پوهنتون ته تلم نو دا فکر مې کاوه چې زياتو افرادو ته درس ووايم او کله چې مې پلار وفات شو نو بيا مې په رسمي توګه مکتب را شروع کړ.»

په دې پټ مکتب کې مرضيه او خویندې يې شاوخوا زرو نجونو ته چې له مکتبه پاتې دي او يا هم محرومې دي، په وړيا توګه درس وايي.

مرضيه وايي چې دوی په دې هيله نجونو ته زده کړې ورکولې چې هغوی به وکولای شي په کانکور کې ګډون وکړي او وروسته پوهنتون ته لار پيدا کړي، خو اوس نه پوهېږي چې څرنګه به نجونو ته دپوهنتونونو د تړلو مسله تشرېح کړي: «نه پوهېږم چې سبا هغو نجونو ته څرنګه زده کړې ورکړم او څه ورته ووايم چې له زرګونو هيلو سره به ټولګي ته راتلې. ورته وبه وايم ګرانو، دومره بوخته يم چې نشم کولای د ځان لپاره هم کار وکړم؟»

دا زدکړياله چې دوه ځله له ځانمرګو بريدونو (د موعود پر ښوونيز مرکز بريد او پر کابل پوهنتون بريد) ژغورل شوې، وايي: «په هغو بريدونو کې لسګونه انسانان په يوه ځل ووژل شول، خو له زده کړو دا محروميت تر هغو بريدونو ډېر وحشتناک دی، دا د نجونو لپاره يو تدريجي او پټ مرګ دی».

دا زدکړياله وايي چې زده کړه د دې لپاره داسې ده لکه د دې د ژوند حق: «زما لپاره زده کړه حق نه دی، زما لپاره د پلار هيله ده، د هغو سختو ورځو خواري مې ده چې مور مې ګاللې دي او خپله روغتيا يې پکې بايللې او زه به يې نه پرېښودم چې قالينې واوبدم، غوښتل يې چې زه مې د راتلونکې لپاره کار وکړم، پوهنتون ته ولاړه شم. له دې امله زده کړه د افغانستان د يوې نجلۍ ټول ژوند دی، نه يو حق.»

مرضیه وايي، د طالبانو له خوا د نجونو د زده کړو په ځنډېدلو سره، هغه نه پوهېږي چې خپلو زده کوونکو ته څه ووايي، په داسې حال کې چې نه پوهېږي له ځان سره څنګه مرسته وکړي.

غبرګونونه  

په پوهنتونونو کې د نجونو د زده کړو د ممنوعيت مکتوب د خلکو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی. ټولې ټولنيزې رسنۍ له طالبانو څخه په نفرت څرګندولو ډکې دې او د ګڼو ټولنيزو ډلو له خوا انلاين بحثونه شروع شوي او د دې ډلې د دې پرېکړي په وړاندې د درېدلو خبرې کوي. يو شمېر خلکو له نارينه زدکړيالو غوښتي چې پوهنتونونه دې تحريم کړي.

معترضو نجونو او ښځو د طالبانو دا امر انسان ستيزي بللې ده. دې ښځو په ټولنيزو رسنيو کې ويډيوګانې او انځورونه خپاره کړي او ويلي يې دي چې طالبانو په دې کار سره د جهالت او تيارو منشور خپور کړی دی او غواړي چې افغانستان د منځنيو پېړيو په سبک اداره کړي.

ځينو نورو معترضو ښځو او نجونو د نجونو او ښځو د زده کړو ممنوعيت «بې بيلګي جهالت، بې شرمانه او غير انساني» کار بللی دی او ليکلي يې دي چې هره اونۍ دې ډلې ته د ميليونونو ډالرو کڅوړو ورکړې، دا ډله نوره هم «شريره او ظالمه» کړې ده.

« د افغانستان ښځو د پياوړي کولو غورځنګ » د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي: «طالبان تر هغو پر ښځو له ظلم کولو او تياره‌فکرۍ څخه لاس نه اخلي، تر څو يې ټول هيواد په تياره او جهالت کې نه وي ډوب کړی.»

په دې اعلاميه کې له ټولو نجونو، ښځو او هغو نارينه و څخه چې پر جنسيتي برابرۍ باور لري، غوښتنه شوې ده چې د دې متحجرانه او بشري حقوقو ضد پرېکړو په وړاندې ودرېږي او «پرېنږدي چې طالبان په هيواد کې د هر څه مخه ونيسي او افغانستان د ټولو وګړو د هيلو په هديره بدل کړي.»

د افغانستان د ښځو پياوړي کولو غورځنګ ويلي چې طالبان د علم ضد او ښځې ضد سياستونو په وسيله د تروريستي او ايډيالوژيکو ډلو پراخېدو ته زمينه برابروي چې نه يوازې هيواد، بلکې ټوله سيمه به له امنيتي ننګونې سره مخ کړي.

دې اعتراض کوونکي خوځښت له نړيوالې ټولنې غوښتي چې «له طالبانو سره د تعامل او باج ورکولو له سياسته دې لاس واخلي او د دې خاورې له ښځو او باخبره نارينه و سره دې مله شي، تر څو بشري نړۍ له ظلم، تحجر او انسان وژنې خلاصه شي.»

د ملي امنيت پخواني رييس رحمت الله نبيل د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت له خوا د نجونو د لوړو زده کړو د ممنوعيت مکتوب شريک کړی دی. ښاغلي نبيل ليکلي دي: «زده کړه/ علم په ټولنه کې فکري رشد راولي او د ازادۍ روحيې ته وده ورکوي. طالبان مجبور دي چې د خپلې بقا لپاره ټولنه د جهالت په تيارو کې وساتي، ځکه دوی پوهېږي چې بقا يې د ځوان نسل په جهل او ناپوهۍ کې ده.»

د پخواني حکومت د مذاکره کوونکي هيأت غړي محمد امين حيدري په يوه ټويټ کې د طالبانو دا اقدام د ښځو په وړاندې «ټوليز اپارتايډ» بللی دی. ښاغلي احمد ليکلي: «د ښځو پر خلاف ټوليز اپارتايډ تر نژادي اپارتايډ بدتر دی. خو د اړوند کنوانسين له مخې دا عمل د بشريت پر خلاف جنايت دی او يو نړيوال جرم دی. له همدې کبله ددې اړخ څرګندولو په موخه يو نړيوال کمپاين اساسي اړتيا او برخليک ټاکونکی دی.»

د «مقاومت جبهې» وياند صبغت الله احمدي د ټويټونو په يوه لړۍ کې طالبان «د راتلونکو نسلونو د تاريخ شرموونکې پاڼې» ګنلې دي. ښاغلي احمد ليکلي چې د طالبانو لابي کوونکي چې په داخل او بهر کې د دې ډلې لپاره لابي کوله «که ذره وجدان هم ولري، بايد له شرمه مړه شي.»

د پخواني حکومت د سولې په چارو کې د دولت وزارت معين عبدالله ازاد خنجاني د ټويټونو په يوه لړۍ کې ليکلي چې د طالبانو دا پرېکړه غير متوقع نه وه. ده ليکلي دي: «د لوېديځو ډيپلوماټانو له لوري د طالبانو د اصلاح نسخه يوه افسانه وه. د طالبانو تغيير له افغانستانه د خوندي وتلو يوه تبليغاتي محتوا وه.»

ښاغلي خنجاني په دې ټويټ کې ويلي: «اخير به هم د قوي سياسي ارادې، همغږې تګلارې او کاري ميکانيزمونو په نشتون کې به طالبان د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو ازادي له غرب سره د املوکو په تول کې معامله کړي.»

د بشري حقونو د خپلواک کميسيون پخوانۍ رييسې شهرزاد اکبر په يوه ټويټ کې ليکلي: «افغانستان د ښځو او نجونو د هيلو ډلييز قبر. د افغانستان د ښځو وضعيت داسې دی لکه ژوندۍ چې ښخې شي. پر هغو «واکمنو» دي لعنت وي چې داسې ظلم او نابرابرۍ تحميلوي او پر هغو دې هم لعنت وي چې دغسي وحشت توجيه کوي.»

د بشر حقونو د څار شننونکې فرشتې عباسي په يوه ټويټ کې ليکلي: «طالبانو اوس نجونې پوهنتونو ته له تلو منعه کړي. دا شرموونکې ده. دا په افغانستان کې د ښځو او نجونو د زده کړې د حق نقض دی. طالبان هره ورځ په صراحت سره اعلان کوي چې د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو اساسي حقوق نه رعايت کوي.»

سياسي فعاله ډاکټره عالمه په يوه ټويټ کې ليکي: «په نويمو کلونو کې چې طالبانو د منځنيو پېړيو په فرمانونو سره د ښځو پر ژوند کوم بنديزونه لګولي وو، په نويو فرمانونو سره بشپړ شول.»

د ښځينه حقونو فعالې مرضيې احمدي پر خپل فيسبوک د نجونو د لوړو زده کړو ممنوعيت د «بشريت پر خلاف جنايت» ګڼلی او له نړيوالو نهادونو يې غوښتي چې د افغانستان د ښځو او نارينه و په څنګ کې دي ودرېږي او د طالبانو له ملاتړه دې لاس واخلي. د دې په وينا، دا ډله د برابرۍ او انسانيت پر هيڅ ډول اقدام هم باور نه لري.

ليکوالې حميرا قادري او فرامرز تمنا د نجونو د لوړو زده کړو د ممنوعيت د اعلان شپه «د تاريخ تر ټولو اوږده شپه» بللې ده. اغلې قادري په يوه ټويټ کې ليکلي دي: «نن د افغانستان د نجونو لپاره تر ټولو اوږده شپه ده. عجيبه يلدا ده.»

له دې سره – سره د ملګرو ملتونو سرمنشي آنتونيو ګوتریش په افغانستان کې د طالبانو له لوري د نجونو د لوړو زدکړو ځنډول د انديښنې وړ بللي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي وياند استفان دوجاريک په يوه اعلاميه کې ويلي چې ګوتريش يو ځل بيا هم ټينګار کوي چې له لوړو زده کړو د نجونو محروميت نه يوازې د ښځو او نجونو د برابرۍ حق نقض کوي، بلکې د افغانستان پر راتلونکي به ويجاړوونکې اغېزې ولري. ګوتريش د طالبانو له ډلې غوښتي چې د ښځو او نجونو لپاره دې په ټولو کچو کې زده کړو ته د برابر لاسرسي زمينه برابره کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې مارکس پوتزل په يوه ټويټ کې ليکلي : « دا پرېکړه يو شاتګپالی سياست دی چې د ټول هيواد راتلونکی په خطر کې اچوي. تر کومه حده چې دا پرېکړه د افغانستان د اکثريت خلکو استازيتوب نه کوي، نو هغه خلک چې له دې سياست سره موافق نه دي، بايد خپل غږ پورته کړي، تر څو واورېدل شي.»

د بشر حقونو څار د طالبانو له لوري د نجونو د زده کړو ځنډول شرموونکي بللي او ويلي يې دي چې دا پرېکړه د ښځو او نجونو حقونه نقض کوي. دې بنسټ په يوه ټويټ کې ويلي چې طالبان هره ورځ ښيي چې د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو اساسي حقونو ته درناوی نه کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند ند پرايس د نجونو د لوړو زده کړو په تړاو د طالبانو پرېکړه غندلې او ويلي يې دي چې دا پرېکړه به د طالبانو لپاره مهم پيغامونه ولري او په دې سره له نړيوالې ټولنې لېرې کېږي.

د افغانستان په چارو کې د امريکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د طالبانو له لوري د نجونو د زده کړو ځنډولو په تړاو په خپل غبرګون کې ويلي چې نړۍ بايد په متحده توګه د طالبانو د دې سياست مخالفت وکړي. تر دې وړاندې توماس وېسټ د طالبانو له دفاع وزير سره په قطر کې د يوې ليدنې پر مهال ويلي و چې له طالبانو سره د نړۍ د تعامل له ښځو سره د طالبانو په چلند پورې تړلی دی.

جرمني او برتانيې هم د نجونو د زده کړو ممنوعيت غندلی او دا اقدام يې ځوروونکی بللی او ويلي يې دي چې دا بنديز د افغانستان امنيتي او اقتصادي وضعيت نور هم خرابوي. دې دوو هيوادونو له طالبانو غوښتي چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.

د زدکړو ځنډولو ته په غبرګون کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي ريچارډ بېنټ هم ويلي چې دا پرېکړه د برابرو زده کړو د حق نقض ښيي او د افغانستان له ټولنې څخه د ښځو محو کول دي.

بېنټ په يوه ټويټ کې له طالبانو غوښتي چې د خپل دې تصميم په اړه دې له سره غور وکړي. ده ټينګار کړی چې «پرېږدئ د افغانستان لوڼې زده کړه وکړي.» د طالبانو د دې فرمان پر خلاف غبرګونونه دومره پراخ دي چې حتا طالبانو ته نږدې خلکو هم دا اقدام بد ګڼلی دی. د افغانستان په داخل او بهر کې د بېلابېل عمر لرونکو نارينه‌و او ښځو د طالبانو دې فرمان ته غبرګون څرګند کړی او هغه يې «بشر ضد جنايت او نړيوال جنايت» بللی دی. طالبانو تر اوسه د نجونو د زده کړو د ممنوعيت فرمان په تړاو دې سراسري او نړيوالو غبرګونونو ته کوم ځواب نه دی ويلی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه