اطلاعات روز: د طالبانو له لوري د نجونو د لوړو زده کړو ځنډولو په اړه د غبرګونونو په دوام د سعودي عربستان بهرنيو چارو وزارت چې د اسلام د ظهور ځای دی، ويلي چې د طالبانو په دې تصميم خواشيني او حيران دي.
د عربستان بهرنيو چارو وزارت تېره شپه (چهارشنبه، ۳۰ د لیندۍ) د يوې اعلاميې په خپرولو سره د طالبانو د دې پرېکړې لغو کېدل غوښتي او ويلي يې دي چې دا پرېکړه د ټولو اسلامي هيوادونو لپاره حيرانوونکې ده.
دې هيواد زده کړې د ټولو ښځو مشروع حق بللی او ويلي يې دي چې دا حق د افغانستان له امنيت، ثبات او پرمختګ سره مرسته کوي.
د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزير ندا محمد نديم د سېشنبې په ورځ (۲۹ د لیندۍ) د يوه فرمان په ورکولو سره په دولتي او خصوصي پوهنتونو کې تر امر ثاني پورې د نجونو لوړې زده کړې وځنډولې.
د طالبانو دې پرېکړې د افغانستان په داخل او دباندې پراخ غبرګونونه را وپارولي دي. ملګرو ملتونو، يو شمېر نورو نړيوالو سازمانونو او بنسټونو او همدا راز ګڼو هيوادونو د طالبانو دا پرېکړه غندلې ده.
