کندهار کې یوه ۱۶ کلن زده کوونکي ځان زندۍ کړی

اطلاعات روز: کندهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د تجربوي لېسې یوه تنکي ځوان زده کوونکي ځان زندۍ کړی او خپل ژوند ته یې د پای ټکی ایښی دی.

یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي اطلاعات روز ته وویل، دغه زده کوونکی شفیق الله مدیون نومېده او نږدې ۱۶ کاله عمر یې درلود.

د سرچينې په وینا، شفيق الله د کندهار ښار د تجربوي لېسې يو له ممتازو زده کوونکو څخه و او نن (چهارشنبه، ۳۰ د لیندۍ) غرمه مهال يې د دغه ښار د څلورمې ناحيه اړوند د خپل کور په تشناب کې ځان ځړولى دى.

سرچينه زیاتوي، چې دغه ١٦ کلن زده کوونکي خپلو ټولو ملګرو سره خدای پاماني کړې او له هغوى يې بښنه غوښتې ده.  سرچينې دا هم وویل، چې شفيق الله د خپلې کورنۍ له ټولو غړو خدای پاماني اخیستې او له ځان وژنې مخکې يې د خپلې مور لاسونه ښکل کړي دي.

دغه سرچينه وايي، شفيق الله د کندهار ښار د برښناکوټ پله سره دوکان درلود او کورنۍ يې د ځان وژنې د لامل په اړه څه نه دي ويلي.

په کندهار ولایت کې سیمه ییزو طالبانو هم د دغه ۱۶ کلن تنکي ځوان وژل کېدل تایید کړي، خو جزیات یې نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د کندهار په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د ځوانانو د ځان وژنې کچه لوړه شوې ده.  فقر، بې کاري او رواني ستونزې په هېواد کې د ځوانانو د ځان وژنې اصلي لاملونه بلل کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه