د نجونو د زده کړو ځنډېدل؛ روزا اوتنبایوا: د طالبانو تصميم ويجاړوونکی دی

اطلاعات روز: افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبايوا (د يوناما رييسه) ويلي، چې د نجونو د زده کړو ځنډولو په اړه د طالبانو تصميم ډیره خواشینې کړې ده.

هغې په يوه اعلاميه کې چې نن (چهارشنبه، ۳۰ د لیندۍ) خپره شوې، ويلي چې د طالبانو دا تصميم د ښځو او په پراخه کچه د افغانستان لپاره زيانمن دی. «لکه وړاندې چې مې ويلي، که دا پرېکړه په رښتيا شوې وي، نو ويجاړوونکې ده.»

روزا اوتنبايوا ويلي، چې دې د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته د بشري حقونو د ځينو انديښنو په تړاو وضاحت ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ويلي: «زه پر دې افسوس کوم چې داسې نه ښکاري چې طالبان دې د افغانستان د راتلونکي په اړه فکر وکړي او يا دې هم دې ته [فکر وکړي] چې ښځې څرنګه په اقتصاد، زده کړه او فرهنګ کې مرسته کوي.»

نموړې زياته کړې، چې دا غواړي د طالبانو د وروستي تصميم په اړه بشپړ معلومات او وضاحت را پيدا کړي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د کابينې د پرېکړي او ددې ډلې د لوړو زده کړو د سرپرست وزير مولوي ندا محمد نديم د امر پر اساس، په پوهنتونو کې د نجونو زده کړې تر امر ثاني پورې «ځنډيدلې» دي.

دې ډلې په کابل او ځينو ولايتونو کې خصوصي ښوونيز مرکزونه هم د نجونو په وړاندې تړلي او نجونې يې نه دي پرېيښې چې دننه ورشي.

د طالبانو له لوري د دې تصميم تر اعلان وروسته چې د نجونو زده کړې ځنډوي، دې ډلې نجونې نه دي پرېيښې چې کابل پوهنتون ته ننوزي.

د طالبانو دې تصميم نړيوال غبرګونونه را پارولي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه