د ارزګان خلک: د نجونو زده‌کړو په اړه د طالبانو تازه پریکړې سخت خواشیني کړي یو

انځور: اطلاعات روز

اطلاعات روز: د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت تېره ورځ اعلان وکړ چې ددغې ډلې د کابينې د پرېکړي او د سرپرست وزير مولوي ندا محمد نديم په امر په پوهنتونو کې د نجونو زده کړې تر امر ثاني پورې «ځنډيدلې» دي.

دغه وزارت په یوه مکتوب کې خصوصي او دولتي پوهنتونونو ته امر کړی چې د نجونو زده کړې دې «وځنډوي».

د طالبانو دغې پریکړې په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

دارزګان خلک د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت دغه پريکړه غندي او زياتوي چې دوی هيله درلوده چې د نجونو پرمخ به له شپږم ټولګي پورته ښوونځي هم خلاص شي خو اوس په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز سخت خواشيني کړي دي.

د ارزګان يوه اوسيدونکي محمدولي وویل: «د پوهنتونونو تړل کیدو په پریکړې سخت خفه يو موږ غوښتنه کوو چې اوسنی حکومت دې په خپلې پریکړه له سره فکر وکړي».

بي بي صديقه چې د ارزګان ولايت اوسیدونکې ده او لور يې هم په همدې ولايت کې په لوړو زده کړو بوخت ده وايي، چې د لوړو زده کړو د وزارت ددغې پریکړې په اوريدو سره يې ټوله شپه په ويښه تيره کړي او روغتيايي وضعيت يي ښه نه دی.

نموړې وايي، چې نه غواړي لورګانې یې له زده کړو محرومه پاتې شي.

دغې ميرمنې وويل: «زما يوه لور ده سږکال يې دريم کال دی چې پوهنتون وايي، دغه درې کال مې د خپلي مزدورۍ په پیسو پوهنتون ته ليږلې د لاري کرايه يې ما ورته برابروله خو اوس چې ماښام خبره شوم چې پوهنتونونه وتړل شول په خدای چي تر سهاره ويښه وم هغه زما دومره زخمت ټول په اوبو لاهو شو زما لوی ارمان دغه دی چې لور او زامن مې لوړې زده کړې وکړي.»

د ارزګان قومي مشران بیا وایي، چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت دې پر خپلې دغه پريکړه له سره کتنه وکړي او نجونې دې له پوهنتونونو نه راګرځوي.

يو تن قومي مشر حاجي ولي محمد وايي، علم پر نر او ښځه فرض دی او طالبانو ته په کار ده چې د سنتو پرځای فرضو ته لومړیتوب ورکړي.

نموړي وویل:«طالبانو چې دښځو پرمخ پوهنتونونه وتړل دا سمه پريکړه نه ده ټوله ورځ يې امر بالمعروف په ښار کې ګرځي وايي، خلک دي سنت پرځان عملي کړي خو اوس چې دوی خپله د فرضو څخه مخه اړوي دغه امر بالمعروف ولي چوپه خوله ناست دي اول دې فرض پر ځای شي.»

ورته مهال د عالیه په نوم يوه ښځينه زده کوونکې چې سږکال يې د کانکور ازموينه ورکړې وايي، چې هيلي يې په اوبو لاهو شوې او نه پوهيږي چې د طالبانو «امرثاني» به کله عملي کيږي.

هغې وويل: «دولس کاله مې ښوونځی په ډير تکلف سره وويلې سږکال مې د کانکور امتحان هم ورکړ موږ چې ښوونځی لوسته  هدف مو دغه و چې يو وخت لوړې زده کړې وکړم اوس چې پوهنتونونه تړل کيږي زه او زما کورنۍ په دې پريکړه زيات خپه يو او غوښتنه کوو چې بیرته دې دغه پريکړه واخيستل شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د تېر لمریز کال د زمري په میاشت کې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړی، دغې ډلې له شپږم ټولګي پورته نجونې هم له ښوونځیو منع کړې دي. له بيا – بيا ژمنو سره – سره یې نجونو ته اجازه نه ده ورکړې چې ښوونځيو ته ولاړې شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه