اطلاعات روز: د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند ند پرايس د نجونو د زده کړو ځنډولو په اړه د طالبانو پریکړه غندلې او ويلي يې دي چې دا پریکړه به د طالبانو لپاره مهم پيغامونه ولري او دا ډله له نړيوالې ټولنې لېرې کوي.
ښاغلي پرايس تېره ورځ (سېشنبه، ۲۹ د لیندۍ) د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په مقر کې د يوې خبري ناستې پر مهال وويل، چې د طالبانو دا پریکړه «د دفاع کېدو وړ نه ده» او دوی چې له نړيوالې ټولنې د کوم مشروعيت هيله لري، هغه به هم سلب شي.
ده ويلي، چې طالبانو دا تصميم په داسې حال کې نيولی چې وړاندې يې د نجونو مکتبونو د پرانيستلو په اړه ژمنه کړې وه. د پرايس په وينا، وروستی تصميم د طالبانو له هغو ژمنو سره چې ويل يې د نجونو د ښوونځيو تړل موقتي دي، تضاد لري.
ده د طالبانو د لوړو زده کړو د سرپرست وزير ندا محمد نديم امر ته په اشاره کولو زیاته کړې چې د افغانستان نيمايي نفوس به نور تر ابتدايي زده کړو وروسته لوړو زده کړو ته نور لاسرسی ونه لري.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند د خپلو خبرو پر مهال وويل، چې افغانستان اوس مهال هر کال يو ميليارد ډالر پر ښځو د محدوديتونو له کبله له لاسه ورکوي. ند پرایس ویلي، چې طالبان دغه زیانونه د یوې نامعلومې مودې پورې د افغانستان پر خلکو تحمیل کړي دي.
له دې سره – سره، ده ويلي چې طالبانو ښځې د تل لپاره په يوه تياره او شنډ راتلونکې کې له کوم فرصت پرته ساتي. ده استدلال وکړ چې هيڅ هيواد هم د ښځو له سهم پرته پرمختګ نشي کولای.
ند پرايس زیاته کړې، چې زده کړه او ښوونه په نړيواله کچه منل شوی بشري حق دی او د افغانستان د اقتصادي پرمختګ او ثبات لپاره هم ضروري دی.
ده ويلي: «دا د نه منلو وړ دريځونه [د طالبانو وروستي تصميم ته اشاره] به د طالبانو لپاره مهم پيغامونه ولري او طالبان له نړيوالې ټولنې لېرې کوي او هغه مشروعيت به يې سلب کړي چې دوی يې غواړي.»
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د کابينې د پرېکړي او د دې ډلې د لوړو زده کړو د سرپرست وزير مولوي ندا محمد نديم د امر پر اساس، په پوهنتونو کې د نجونو زده کړې تر امر ثاني پوري «ځنډيدلې» دي.
دې تصميم ګڼ غبرګونونه را پارولي دي. وړاندې په کابل کې د المان سفارت، بريتانيا، د بشري حقونو څار ډلې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بېنټ او نورو هم دې تصميم ته غبرګونونه ښودلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېر لمریز کال د زمري په میاشت کې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړی، دغې ډلې له شپږم ټولګي پورته نجونې هم له ښوونځیو منع کړې دي. له بيا – بيا ژمنو سره – سره یې نجونو ته اجازه نه ده ورکړې چې ښوونځيو ته ولاړې شي.
