کندهار کې د ګوزڼ واکسين درې ورځنی کمپاین پېل شو

اطلاعات روز: کندهار کې د ګوزڼ واکسین درې ورځنی کمپاین داسې مهال پېل شو چې لا هم دغلته ډیری کورنۍ خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین له کولو ډډه کوي.

د سويل لويديځې حوزې لپاره د ګوزڼ واکسین د کمپاین امر ډاکټر حزب الله فطرت وایي، ددې کمپاين پرمهال به يوازې کندهار کې نږدې شپږ لکه تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پوليو ضد واکسین ورکول شي.

دده په خبره دغه کمپاین نن (چهارشنبه، ۲۹ د لیندۍ) پېل شو چې د کندهار ترڅنګ به د ټولې سویل لویدیځې حوزې په کچه نږدې ۲۵ لکه ماشومانو ته د دوی د کاري ټيمونو له لوري د پوليو ضد واکسين ورکول شي.

ورته مهال د کندهار د عامې روغتيا لپاره د طالبانو مرستيال ډاکټر سيد احمد شاداب بیا وایي، پوليو يوه خطرناکه ناروغۍ ده او ټولې کورنۍ دې خپل تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته درې څاڅکي واکسین ورکړي.

نوموړی وايي، دغه کمپاين د کندهار په ښار او ولسواليو کې د «UNICEF او WHO» په همکارۍ پرمخ وړل کېږي.

دغه راز کندهار کې يو شمېر کورنۍ بیا وایي، د خپل کور د نارینه و په نشتون کې نشي کولای ترڅو خپل ماشومان جوماتونو ته د واکسين لپاره یوسي.

دغه کورنۍ زیاتوي، له کله نه چې د پوليو واکسين د تطبيق کمپاین له کور په کور څخه مسجد په مسجد شوی ډېری ماشومان ورڅخه محرومه شوي دي.

ورته وخت کې د کندهار د لېرو پرتو ولسواليو يو شمېر اوسېدونکي بيا د پوليو ضد واکسين د بندیدو غوښتنه کوي.

دوی په دې باور ي که خپلو ماشومانو ته د پوليو ضد درې څاڅکي واکسين ورکړي نو «بې لارې» کېږي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ په کچه له هغو دوو هېوادونو څخه دي چې لا هم پکې دغه ناروغۍ د ماشومانو ژوند ګواښي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه