پکتیکا او خوست کې زلزله ځپلو ته ۷۰۰ کورونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

اطلاعات روز: د پکتیکا په برمل او ګیان او د خوست په سپېرې ولسوالیو کې د زلزلې له امله زیانمن شویو خلکو ته د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ په مالي لګښت ۷۰۰ کورونه تر جوړېدو وروسته خلکو ته د اوسېدو په موخه په واک کې ورکړل شول.

د دغې ادارې مسوولینو زیاته کړې چې ۳۱۰ کورونه یې د پکتیکا ولایت په برمل او پاتې نور د دغه ولایت په ګیان او د خوست په سپېرې ولسوالۍ کې تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته سپارلي دي.

یادې ادارې ویلي، چې دوی په برمل، ګیان او سپرې ولسوالیو کې په نورو رغنیزو چارو هم کار پیل کړی چې په بشپړېدو به یې د زلزله ځپلو خلکو شته اړتیاوې تر  ډېره ورسره پوره شي.

په همدې حال کې بیا د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي په جوړ شویو کورونو خوښ دي او د خلکو اقتصادي ستونزو ته په کتو غوښتنه کوي، چې دوی ته دې په سیمه کې د پاکو اوبو، روغتیايي خدمتونو او پوهنې برخه کې هم ځانګړې پاملرنه وشي.

له دې وړاندې په برمل او ګیان ولسوالۍ کې د IRC موسېسې او د کرکټ د ملي لوبغاړي راشد خان په مالي ملاتړ تر ۱۰۰ ډېر کورونه جوړ او خلکو ته د اوسېدو لپاره ورسپارل شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه