سوماليا، ايتوپيا او افغانستان له بشري ناورین سره د مخ هيوادونو په سر کې دي

اطلاعات روز: د ژغورنې نړیوالې کمیټې په بشري ناورین کې د ښکیلو ۲۰ هیوادونو نوملړ خپور کړی چې سومالیا، ایتوپیا او افغانستان په ترتیب سره په سر کې راغلي دي.

د دې کميټې په وينا، د دې نوملړ ۱۰ لومړني هيوادونه ښايي راتلونکی ميلادي کال (۲۰۲۳) له بدترين بشري ناورین سره مخ شي.

د ژغورنې نړيوالې کميټې په راپور کې چې نن (چهارشنبه، ۲۳ د لیندۍ) خپور شو، راغلي چې د  ۲۰۲۲ کال د ارزونې په نوملړ کې افغانستان لومړنی و، خو په ۲۰۲۳ کال کې درېيمې درجې ته راغلی. «دليل يې دا نه دی چې حالات ښه شوي بلکې له دې کبله چې په ختيځه افريقا کې حالات ډېر زيات خراب شوي دي.»

دې کميټې زیاته کړې، چې د قدرت تر بدلون يو کال وروسته هم افغانان د اقتصاد د پاشل کېدو له خطر سره مخ دي.

د ژغورنې کميټې ويلي، چې په تېر ژمي کې د مرستو زياتوالي د قحطۍ مخه ونيوله، خو د دې ناورین اصلي علت لا هم پر ځای پاتې دی.

د دې کميټې په وينا، د طالبانو حکومت د اقتصاد په ښه کولو کې غفلت کړی دی.

د ژغورنې د نړيوالې کميټې په راپور کې راغلي چې تقريبا د افغانستان ټول نفوس اوس مهال له فقر سره مخ دی او د يوه بل اوږد ژمي لپاره تيارېږي.

د دې کميټې په وينا، افغان ښځې او نجونې به په دې لړ کې نورې هم له ستونزو سره مخ شي او اوس هم د تاوتريخوالي او استثمار له خطر سره مخ دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه