د کورني تاوتريخوالي زياتوالی؛ د ښځو د حق غوښتنې غږ نه اورېدل کېږي

انځور: ارشیف

اطلاعات روز: که څه هم په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی تل د یوې سترې ټولنیزې ننګونې په توګه شتون لري؛ خو په افغانستان کې د طالبانو راتګ سره د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی په بې‌مخينې توګه زيات شوی دی.

که له کورني تاوتريخوالي او د هغه له ټولنيزو انګېزو څخه راتېر شو، نو د افغانستان اوسني واکمن په خپله د ښځو د حقونو لوی نقضوونکي دي. همدا اوس ښځې په افغانستان کې له خپلو اساسي حقونو محرومې دي او طالبان هره ورځ پر هغوی بنديزونه لګوي.

اوس مهال افغانستان په نړۍ کې يوازينی هيواد دی چې ښځې پکې د تعليم کولو حق نه لري. د ښځو لپاره د کار فضا په خاص ډول په دولتي ادارو کې تر بل هر وخت محدوده شوې ده. په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو پر ژوند داسې بنديزونه لګېدلي چې د ښځو د حقونو په اړه د دې ډلې ماهيت ښيي.

فزيکي تاوتريخوالی لکه وهل او ټکول، وژل، غږیز او رواني تاوتريخوالی، په کم عمر کې واده، په بدو کې ورکړه او د نجونو پلور د ښځو په وړاندې د کېدونکي تاوتريخوالي نور موارد دي. له دې هاخوا، له کومه وخته چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، ورسره کورنی تاوتريخوالی او د ناموسي وژنو پیښې هم د پام وړ ډیرې شوې دي.

په دې راپور کې مو د کورني تاوتريخوالي او ناموسي وژنو ته پام کړی او د دې تاوتريخوالي انګيزې مو له کارپوهانو پوښتلې دي.

شکیبا له یوه کال څخه زیات وخت خپل ماشومان نه دي لیدلي. د کورنۍ تاوتریخوالی اغیزې لاهم په هغې کې لیدل کېږي. انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

له زامنو د بېلتون درد

شکيبا (مستعار) چې عمر يې ۱۶ کاله و، په سمنګان ولايت کې د خپل پلار له خوا يوه داسې شتمن کس ته په نکاح ورکړل شوه چې په عمر کې ترې ۲۹ کاله مشر و او په سعودي عربستان کې په سوداګرۍ بوخت و. که څه هم شکيبا په دې واده راضي نه وه، خو په دې اړه د دې رضايت مهم نه و؛ ځکه پلار يې د پیسو په مقابل کې يوه شتمن ته ورکړې وه. تر واده وروسته دې ښځې لس کاله له هغه شتمن کس سره په سعودي کې ژوند وکړ او څلور زامن يې ځني پيدا شول.

نموړې وايي، چې مېړه به یې هره ورځ وهله. د مېړه له خوا دوامدار تاوتريخوالی د دې لامل شو چې دا  ترې بېله او افغانستان ته راشي. د شکيبا په وينا چې د طالبانو تر واکمنېدو وړاندې هر څه عادي روان و او دې له خپلو زامنو سره عادي ژوند پيل کړی و. هغې کار پيدا کړی و او کولای يې شوای چې په يوازې ځان د خپل ځان او زامنو لګښت پيدا کړي.

د طالبانو د حاکميت يوازې لس ورځې کېدلې چې د شکيبا مېړه افغانستان ته راغی او په سمنګان ولايت کې د طالبانو تر منځ له شته نفوذ څخه په استفادې يې د شکيبا زامن له خپلې مور څخه جلا کړل. د خپلو اولادونو د لاسته راوړلو لپاره د شکيبا هڅو نتيجه ورنه کړه.

شکيبا وايي، چې په ځلونو د طالبانو عدلي او قضايي مراجعو ته ورغلې، تر څو خپل اولادونه بيرته راولي، خو د دې په وينا چې د طالبانو په منځ کې هيڅوک هم نه وو چې د دې غږ واوري. دې وويل: «د طالبانو هر چارواکي ته چې ورغلم، زما غږ يې وانه ورېد. دوی راته وويل چې زه يوه ښځه يم او له همدې کبله نشم کولای چې خپل اولادونه وپالم. طالبان اصلا پر دې باور نه لري چې ښځه هم انسان دی. دوی زما د مورولۍ ټول احساسات له پامه غورځوی او تهديدوي مې چې ولې د خپل مېړه په مقابل کې دعوا کوم. اوس مياشتې کېږي چې هيڅ زوی مې نه دی ليدلی.»

هڅه مو وکړه چې په دې اړه په سمنګان کې د طالبانو د سيمه‌ييزو چارواکو نظر را واخلو، خو هغوی چمتو نه شول چې زموږ پوښتنو ته ځواب راکړي.

د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی

نسرين (مستعار) په پروان ولايت کې د کورني تاوتريخوالي د يوه قرباني خپلوانه ده. دا چې کومه کيسه کوي ډېره متفاوته ده. دا په خپلو خپلوانو کې د يوه سړي کيسه کوي چې د خپلې ميرمنې پر نس يې ماين ور تړلی او چوولی دی او په دې توګه يې وژلې ده. نسرين وايي، چې «خواجه محمد» د پروان ولايت د سياه‌گرد ولسوالۍ «دره قولچ» اوسېدونکی دی، له خپلې ميرمنې سره تر لفظي شخړې وروسته يې ښځه په چاقو ژوبل کړې او تر دې وروسته يې د هغې لاس او پښې تړلي، پر بدن يې ورته ماين ايښی او چاودنه يې ورکړې. نسرين وايي، چې «خواجه محمد» په کندهار کې د ماين پاکونې رياست کارمند دی.

د نسرين په وينا، که څه هم د دې پېښي دوې مياشتې کېږي خو قاتل تر اوسه هم ازاد ګرزي او د طالبانو له خوا د هغه د نيولو لپاره هيڅ اقدام نه دی شوی. دا وايي: «د دوی کورنۍ ستونزې زياتې نه وې. يوازې مالي ستونزې يې درلودې؛ خو د خواجه محمد ښځه صبر کوونکې وه او هيڅکله به يې د خپلو مالي ستونزو په اړه له خپل مېړه سره خبرې نه کولې. دا چې مېړه يې ولې په دومره ظلم ووژله، هيچا ته نه ده معلومه. موږ پوهېږو چې خواجه محمد اوس هم ازاد دی او سره له دې چې يو قاتل دی، خو بيا هم په ازاد ډول خپل ژوند کوي.»

په يوه بله پېښه کې ثمرګل چې ۶۳ کلنه ده، د کاپيسا يو له ستاينې وړ ښځو څخه ده، دا د کاپيسا د مرکز محمودراقي د «دربافان» کلي اوسيدونکې وه، دا په خپل کور کې په ښکاري ټوپک سره ووژل شوه. دې د خوراکي توکو د پروسېس يو شرکت درلود او له همدې لارې يې د خپلې کورنۍ لګښت پوره کاوه، روښانه نه ده چې دا د چا له خوا او ولې ووژل شوه. د ثمرګل خپلوان وايي چې دې له هيچا سره دښمني نه درلوده او د قتل انګېزه يې کورنۍ ستونزې دي. د ثمرګل يو خپلوان له اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل، سره له دې چې ثمرګل په بې رحمانه توګه په خپل کور کې ووژل شوه خو طالبانو يې د عاملينو د نيولو لپاره هيڅ ډول اقدام نه دی کړی.

دا سرچينه وايي: «که يې دښمني درلوده نو د طالبانو تر راتګ وړاندې ولې ونه وژل شوه؟ وړاندې يې عادي ژوند درلود او د ښځو د لاسي محصولاتو په ټولو نندارتونو کې به يې ګډون کاوه. موږ دومره پوهېږو چې خاله ثمرګل يې د نامعلومو دلايلو له امله ختمه کړه او داسې حکومت نشته چې د دې مور پوښتنه وکړي.»

که څه هم رسمي سرچينو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي خو ثمرګل ته نژدې سرچينې اطلاعات روز ته وايي چې دې پخوا د خپلو خپلوانو له خوا ځيني ستونزې درلودې او شونې ده چې د هماغو ستونزو له امله وژل شوې وي. دې سرچينو دا ستونزې په مشخص ډول نه دي يادې کړې.

د طالبانو راتګ وروسته د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې په بې مخینې ډول زیاتې شوې دي. انځور: ټولنیزې شبکې

د طالبانو د حکومت تر راتګ وروسته د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي دا ځينې بیلګې دي او په دې ټولو مواردو کې دې ډلې د وژنې يا هم تاوتريخوالي عاملين نه دي مجازات کړي. د ښځينه حقونو د فعالانو په باور، دا چې طالبان د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي عاملان نه نيسي، له امله يې د ښځو په وړاندې په تاوتريخوالي کې بې حده زياتوالی راغلی.

د کاپيسا د ښځينه حقونو فعاله ساره سيرت چې اوس مهال په جرمني کې ژوند کوي، وايي چې د کورني تاوتريخوالي د زياتوالي يوه وجه د طالبانو له خوا د تېر حکومت پر مهال د بندي افرادو خوشې کول دي؛ ځکه زندانيان د هغه رواني او روحي وضعيت له امله چې په زندان کې يې تجربه کړي، په کور کې تاوتريخوالی کوي. دا وايي: «د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د زياتوالي بل لامل دادی چې د تاوتريخوالي عاملان نه نيول کېږي. کوم کسان چې کورنی تاوتريخوالی کوي، هغوی له قانوني تعقيب څخه ډاډمن دي او له همدې کبله په ازاده توګه د کور له ښځو سره تاوتريخوالی کوي.»

د اغلې سيرت په وينا، د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د زياتېدو درېيم دليل د فقر ډېرښت دی. فقر په خپله د کورني تاوتريخوالي د زياتوالي لامل دی. نارينه چې کله له سخت مالي حالت سره مخ شي او له دې حالته نشي وتلای، د کورنۍ له غړو سره تاوتريخوالی کوي.

اغلې سيرت باور لري چې که طالبان د ښځو حقونو ته درناوی وکړي او په افغانستان کې د ښځينه حقونو د مدافع بنسټونو لپاره د فعاليت زمينه برابره شي، کېدلای شي چې په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د زياتېدونکي تاوتريخوالی مخنیوی وشي. د دې په وينا، په اوس وخت کې هيڅ داسې بنسټ نشته چې د هغو ښځو غږ واوري چې د تاوتريخوالي قرباني شوې دي. له بله اړخه، د طالبانو حکومت هم د ښځو د حقونو په اړه بې تفاوته دی.

راتلونکي ته کتنه

د ښځو په تړاو د طالبانو ليد او د هغوی فکري بنسټونو ته په پام سره، داسې نه ښکاري چې دوی به پر ښځو لګولي بنديزونه ژر ختم کړي او يا به هم د ښځو او نارينه وو د حقونو د برابرۍ لپاره کوم ګام واخلي. دا چې طالبان به په لنډ مهال کې د ښځو حقونه ومني او که نه، دا هم معلومه نه ده خو ځيني کارپوهان له ښځو سره د دوی چلند تر هغه ډېر تريخ ګڼي چې ښکاره کېږي.

د ديني علومو شنونکی محمد محق وايي، چې طالبان ښځه دويمه درجه موجود بولي او د ښځې او نارينه و تر منځ مساوات غربي فکر او انحراف ګڼي؛ دا شيان د دوی په ويناوو او متونو کې په ښکاره ليدل کېږي. د ده په وينا: «د نورو ټولو اسلامي ډلو په نسبت د طالبانو فکر ډېر بدوي، ډېر شاته پاتې او په عين مهال کې خشن دی. په دې توګه ګواکې داعش هم تر طالبانو وړاندې دي. د دې هيله بايد ونه لرو چې طالبان تغيير کوي. ديني نصوص داسې دي چې بېلابېل تعبيرونه لري. دوی (طالبان) د ديني نصوصو له منځه داسې څه را اخلي چې د دوی له چلند سره همغږي ولري.»

دی وايي چې يوازينی شی چې کولای شي طالبان بدل کړي، هغه دادی چې خلک يو شي او مقاومت وکړي او پراخ اعتراضونه او لاريونونه وکړي تر څو دوی بدل شي، يا هم نور هيوادونه فشار ورباندې راوړي او پيسې او امکانات ورباندې بند کړي، يا هم دا چې پر طالبانو نظامي بريد وشي. کله چې دوی جدي خطر احساس کړي او وګوري چې ټولې لاسته راوړنې يې له خطر سره مخ دي، نو طبيعي ده چې بيا به معامله کوي.

نړيوالې ټولنې په ځلونو له طالبانو غوښتي چې د ښځو حقونه ومني او د افغانستان له ټولنې د هغوی له منزوي کولو دې را وګرزي؛ خو طالبان د ښځو په وړاندې له خپل دريځه نه دي پر شا شوي او نه يوازې دا چې پر ښځو لګول شوي بنديزونه يې نه دي کم کړي، بلکې هره ورځ دا بنديزونه پراخوي هم. اوس مهال په افغانستان کې ښځې له زده کړو، کار، تګ – راتګ، ورزش، پارکونو ته له تللو، سفر، په حجاب کې د انتخاب له ازادۍ او نورو ازاديو محرومې شوې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه