اطلاعات روز: ارزګان ولايت کې طالب چارواکي خبر ورکوي، چې د دې ولايت په چوره ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پيښې له امله يو کس مړ شوی او دوه نور ټپیان دي.
ارزګان کې د طالبانو د والي وياند احسان الله حماس وايي، چې پيښه تيره ورځ (دوشنبه، ۲۱ د لیندۍ) د دوو موټرسايکلونو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
نموړی زیاتوي، په دغه پيښه کې د قدرت الله په نوم يو کس ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان دي.
افغانستان کې ډیری ترافیکي پیښې د موټر چلوونکو د بې احتاطۍ او تیز رفتار له امله رامنځته کېږي.
