اطلاعات روز: کابل ښار کې د طالبانو امنيتي مسوولين د پلازمینې په شهرنو سیمه کې پر يوه هوټل د بريد پخلی کوي.
د کابل امنيې قومندانۍ وياند خالد ځدراڼ اطلاعات روز ته وویل، چې طالب ځواکونه د وسله والو د له منځه وړلو په موخه سيمې ته رسېدلي دي.
نوموړي د وسلوالو د شمېر او د هغوی د هدف په اړه څه ونه ويل.
دا بريد نن (دوشنبه، ۲۱ د لیندۍ) تر غرمې وروسته ترسره شوی. د کابل په شهرنو سيمه کې د څو چاودنو غږونه هم اورېدل شوي دي.
ويل کېږي چې وسله والو پر هغه هوټل بريد کړی دی، چيرته چې چينايي وګړي مېشت دي.
د دې بريد ځينې ويډيوګانې پر ټولنيزو رسنيو خپرې شوي او ښيي چې په يوه ودانۍ کې اور بل دی.
