د ننګرهار قومي مشرانو له طالبانو د نجونو پرمخ د ښوونځيو پرانیستو غوښتنه وکړه

اطلاعات روز: ننګرهار کې قومي مشرانو په یوې غونډه کې د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې د شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ د ښونځیو تړلې دروازې پرانیزي.

د ننګرهار د شینوارو شپږو ولسوالیو قومي مشرانو دغه څرګندونې تېره ورځ ( یکشنبه، ۲۰ د لیندۍ) د یوې غوندې پرمهال وکړې.

یوه قومي مشر محب شینواري په خپلو خبرو کې وویل، چې د یوه اسلامي چوکاټ دننه د نجونو د تعلیم مخنیوی په اسلام کې نشته او اسلام ښځو ته د زده کړو اجازه ورکړې ده.

نوموړي د طالبانو په اوسنۍ حکومت غږ وکړ، چې د نجونو د زده کړو پر وړاندې خنډونه نه جوړوي او نجونو ته دې د زده کړو اجازه ورکړي.

هغه همدا راز طالب چارواکي وننګول او ویې ویل، که د ښوونکو د معاشونو او د زده کوونکو لپاره مالي امکانات نشي برابرولی، نو له قومي مشرانو دې مالي مرسته وغواړي.

شینواری زیاتوي: «مونږ د طالبانو له حکومت غوښتنه کوو چې د افغان نجونو پرمخ تړلي ښوونځي پرانیزي، ځکه په دې سره زمونږ ټولنه وروسته پاتې کیږي که نړیوال په طالبانو هر ډول بندیزونه لګوي خو زور یې له افغان ولس نه باسي او نجونو ښوونځي دې پرانیزي؛ که حکومت د ښوونځيو د زده کوونکو او ښوونکو ته د معاشونو د ورکړې توان نه لري نو مونږ قومي مشران به ورته مالي امکانات برابر کړو، خو نور دې د نجونو ښوونځي پرانیزي او د زده کړو اجازه دې ورکړي.»

قومي مشرانو  وویل، چې د طالبانو حکومت دې د نړیوالو د سیاسي فشارونو د کمولو لپاره د نجونو ښوونځي نه بندوي.

د غونډې یو بل ګډونوال عبیدالله د خبرو پرمهال زیاته کړه، چې د هېواد پرمختګ د ماشومانو، هلکانو او نجونو دواړو په زده کړه پورې اړه لري او د طالبانو پر حکومت يې غږ وکړ، چې د افغانانو ارادې ته درناوی وکړي او د هېواد په ګوټ ګوټ کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانيزي چې څومره زر کېدې شي.

قومي مشرانو همدا راز یو شمیر ګاونډي هیوادونه تورن کړل،چې ګوندې د افغانانو ترمنځ د مذهبي او قومي شخړو د رامنځته کیدو هڅه کوي او له عام خلکو یې په دې برخه کې پر یوالي او د حکومت په ملاتړ ټینګار وکړ.

له شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ د ښوونځيو د پرانیستل کېدو غوښتنې په داسې مهال کېږي، چې له څه باندې یوه کال راهیسې طالب چارواکي دا ژمنې کوي، چې ژر به د ټولو نجونو پر مخ ښوونځي پرانیستل شي خو لا یې په خپلې ژمنې عمل نه دی کړی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه