اطلاعات روز: د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار اوومې ناحیې اړوند «موی مبارک» سیمه کې د یوه فرعي سړک په پاخه او اساسي ډول د جوړیدو چارې پېل شوې.
د جلال اباد ښاروالۍ لپاره د طالبانو د سکټوري او تخنيکي چارو سرپرست رییس انجينر عبيدالله شېرزاد وایي، دغه فرعي حلقوي سړک چې د شپږو مياشتو په موده کې جوړېږي، ۴۵ اعشاريه ۷ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي، چې د ښارولۍ له داخلي بودیجې څخه ورکول کیږي.
نوموړی وايي، د سړک اوږدوالی ۲ اعشاريه ۸ کيلومټره دی او لس متره پراخوالی لري، چې جلال اباد ښار ته د سره رود، خوږياڼو، شېرزادو او حصارک ولسواليو د خلکو د تګ راتګ په برخه کې به د ګڼې ګوڼې د کموالي سبب شي.
نوموړی وایي، پر دې سربېره د سړک د جوړېدو په چارو کې ۳۵۰ کسانو ته د کار زمينه هم برابره شوې ده.
ځایي خلک هم خوښ دي چې په سيمه کې يې د داسې مهمې پروژې کارونه پېل شول او غوښتنه کوي چې راتلونکي کې دې ورته نورې پروژې هم ترسره شي.
د اوومې ناحیې اوسیدونکی حامد محمودي له ښاروالۍ څخه غوښتنه کوي چې د پروژې شفافيت او د کارونو کيفيت ته بايد ځانګړې پاملرنه وشي.
بلخوا د جلال اباد ښاروالۍ لپاره د طالبانو د څارنې آمر محمد بلال بشري خلکو ته ډاډ ورکړ، چې له يادو رغنيزو چارو به پر وخت څارنه کوي تر څو کارونه يې په پوره کيفيت او رڼه بڼه تر سره شي.
د جلال اباد ښار شپږمه، اوومه، اتمه او نهمه ناحيې چې تازه تاسيس شوي چارواکي وايي، ډېر کار ورته نه دی شوی او هڅه کېږي چې دغو ناحيو کې رغنيزې پروژې ډېرې کړي.
