د طالبانو له لوري د علني اعدام په تړاو د غبرګونونو دوام؛ «ظالمانه او غير انساني مجازات»

اطلاعات روز: په فراه ولایت کې د طالبانو د محکمې له لوري د يوه کس علني اعدام؛ نړيوال غبرګونونه را پارولي دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر دا کار «غیر انساني، ظالمانه چلند او مجازات يا سپکوونکی» کار ګڼلی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر وياند جرمي لارنس د طالبانو له لوري نيونې او په عام محضر کې د اعدام سزا يو «ډېر اندېښنه پاروونکی» تحول بللی دی.

ده ويلي، چې د اعدام سزا د بشري حقونو د اساسي اصولو برابره نه ده.

د هغه په وينا، په عام محضر کې اعدام د ژوند د هغه حق سره ټکر کې دی چې د مدني او سياسي حقونو نړيوال ميثاق يې غوښتنه کوي او افغانستان د دې ميثاق يو له غړو هيوادونو څخه دی.

جرمي لارنس له طالبانو غوښتي چې نور دې هر ډول اعدامونه بند کړي او د اعدام سزا د مخنيوي لپاره دې ژر اقدام وکړي.

انساني کرامت ته ښکاره سپکاوی

د بښنې نړيوال سازمان د طالبانو له لوري په عامه محضر کې اعدام غندلی دی.

د دې سازمان سيمه ييز مرستيال دينوشيکا ديسانايکه ويلي: «متأسفانه چې په افغانستان کې د ښکاره اعدامونو بيا کېدل په دې هيواد کې د طالبانو له لوري د بشري حقوقو وروستی اندېښنه پاروونکی نقض دی.»

ده ويلي، چې طالبان د بشري حقونو د نړيوالو قوانينو بشپړه بې پروايي کوي، او د هغو د اصولو ښکاره نقض ته دوام ورکوي.

دينوشيکا ديسانايکه همدا راز ويلي، چې ټول اعدامونه د ژوند حق نقض کوي، خو کوم اعدامونه چې په علني ډول کېږي، د انساني کرامت ښکاره سپکاوی دی چې د زغم وړ نه دی.

ده زیاته کړې، چې په ښکاره د اعدام سزا عملي کول د هغې د بې رحمۍ، غير انساني والي او سپکاوي اړخ نور هم جوت کوي، پر قرباني کېدونکي غير انساني اغېز کوي او کوم څوک چې دا سزا ويني پر هغوی هم وحشيانه تاثير لري.

د بخښنې نړيوال سازمان ويلي، چې د وژنې دا ډول صحنې پر عدالت د باور پر ځای د خشونت منلو فرهنګ ته وده ورکوي.

د امريکا او بريتانيا غبرګون

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند ند پرايس په افغانستان کې د علني سزا په تړاو د پوښتنې په ځواب کې د خپل هيواد د غبرګون په اړه وايي، چې د طالبانو دا اقدام د دې څرګندونه کوي چې دا ډله غواړي د ۱۹۹۰ لسيزې شاتګپالو او سوء استفاده کوونکو تګلارو ته بيرته ورګرزي.

ده ويلي، چې په ښکاره اعدام د ټولو افغانانو حيثيت او بشري حقونو ته سپکاوی دی. پرايس همدا راز طالبان په ژمنه ماتولو هم تورن کړي دي.

ورته مهال د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي، چې دا هيواد د افغانستان له خلکو سره د طالبانو چلند له نږدې څاري: «موږ په ښکاره او هم په خصوصي تعاملاتو کې طالبانو ته ويلي، چې له موږ او نړيوالې ټولنې سره د دوی اړيکې کاملا د دوی له خپلو اقداماتو سره تړاو لري.»

د افغانستان لپاره د بريتانيا د سفارت شاژدافير هوګو شورتر په ښکاره توګه د اعدام سزا ورکول ډېره انديښمنوونکې بللې او ويلي يې دي چې دا يو غير انساني او شاتګپالی اقدام دی.

ده ويلي، چې بريتانيا په هر حالت کې د اعدام له سزا سره مخالفه ده.

واک ته د طالبانو د بيا رسېدو له مهاله، دې ډلې پرون (چهارشنبه، ۱۶ د لیندۍ) په لومړي ځل پر يوه سړي په فراه ولايت کې د خپلو مشرانو په شتون کې د «قصاص حکم» اجرا کړ.

د طالبانو په وينا، دې کس څو کاله وړاندې يو بل کس وژلی و او د دې ډلې په محکمه کې په قصاص محکوم شوی و. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې د مقتول پلار محکوم کس په ډزو وژلی دی.

طالبان دا مهال د دُرو وهلو حکم هم په عام محضر کې تطبيقوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه