کندهار کې د پنبې د پروسېس او غوړيو د تولید یوې فابريکې فعاليت پېل کړ

اطلاعات روز: د کندهار په صنعتي پارک کې د ۵۵ ميليونه افغانیو په ارزښت د پنبې د پروسېس او غوړيو د تولید یوې فابريکې په فعاليت پېل وکړ.

د دغه فابریکې مسوول حاجي حبيب الله حبيب يار وايي، په هرو دولسو ساعتونو کې ۳۲ ټنه پنبه پروسېس کوي او شاوخوا ۱۲.۵ ټنه غوړي توليدوي.

نوموړی زياتوي، چې په دغه کارخونه کې ورسره نږدې پنځوس تنه په مستقيمه او اتیا کسه په غیر مستقيمه توکه په کار بوخت دي.

د ده په وينا، چې ترټولو لويه ستونزه يې د برق نشتون دی او که د طالبانو حکومت يې د بریښنا ستونزه حل کړي نو لا زياته پانګونه به وکړي.

حبيب يار وویل: « موږ په هرو ۱۲ ساعتونو کې ۳۲ ټنه پنبه پروسېس کوو، شاوخوا ۱۲.۵ ټنه غوړي توليدوو، ۲۰ ټنه کُنجاره او د ۲.۵ ټنو صابون تولید لرو.»

دغه راز کندهار کې د معدن او صنايعو خونې مرستيال حاجي يار محمد رحماني وایي، کندهار کې شاوخوا ۲۵۰ فابريکې شتون لري چې له هغې جملې اوس مهال يوازې ۱۲۰ فعاليت کوي او پاتې نورې یې د برېښنا نشتون او مختلفو لاملونو له امله تړل شوي دي.

نموړی زیاتوي، کندهار کې اوس مهال د پنبې د پروسېس او غوړيو د تولید ۲۷ فابريکې فعاليت لري چې د ورځې په جریان کې نږدې ۵ ټنه پنبه او د پنبه دانې څخه غوړي توليدوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه