د پکتيا ولايت د يوولس ادارو ریيسان او اته ولسوالان سرپرست دي

اطلاعات روز: د پکتيا ولايت د لس ادارو ریيسان او له نيمايي د ډېرو ولسواليو ولسوالان سرپرستان دي، چې د چارو پر وړاندې يې محدوديتونه رامنځته کړي او له امله يې ګڼې ادارې ستونزې پر ځای پاتې دي.

دمګړۍ د پکتيا مستوفيت، د سوداګرۍ او صنعت، سرحدونو او قبايلو، ځمکو، ترانسپورټ، ټولګټو چارو، د سوېل ختيځ زون د بهرنيو چارو، د حج او اوقافو، د ښوونکو د روزنې او بدني روزنې او اقتصاد رياستونو ریيسان او د شهيدانو او معلولينو چارو امريت مسوول چارسمبالي یا سرپرستان دي.

همدارنګه احمدابا، اريوب ځاځي، څمکني، ډنډپټان، جانيخېل، شواک، روحاني بابا او ګرده څېړۍ ولسوالۍ هم د چارسمبالو له خوا اداره کیږي، چې د ځينو يې سرپرستي له پنځه کلونو زياته موده کيږي.

د پکتيا ولايت اوسېدونکي او ولايتي شورا نيوکه کوي، چې د ادارو د سرپرستانو له امله نه يوازې چارې له خنډ او ځنډ سره مخ کيږي، بلکې سرپرست ریيسان نشي کولی د رسمي هغو په څېر له صلاحيت په کار اخيستو فعاليت وکړي.

د لويې پکتيا فرهنګي مرکز مشر سيدجمال الدين اصف خېل وايي، چې په واک کې ځينې کړۍ خالي يا سرپرست بستونه د دې لپاره نه اعلانوي، چې په خبره يې خپل کسان د ګټو لپاره په سرپرستي کې وساتي.

اصف خېل وويل: «سرپرستي له بده مرغه پر ټولو ادارو بد اغېز کوي. دلته ځينې کړۍ د دې لپاره، چې ځينې مفادونه ورته ورسيږي، ځينې ادارې يا ولسوالان قصدا سرپرست پرې ايښي دي.»

مدني فعال شېرپاو احمدي سرپرستي ګډوډي او فساد ته لار برابرول بولي او ټينګار کوي، چې هر څه ژر بايد د سرپرستۍ بستونه اعلان او د ازموينو د برېښنايي مرکز له لارې وړ او کارپوه کسان وګمارل شي.

احمدي زياته کړه: «سرپرستي په خپله د فساد او بې کفايتي سره مرسته کوي او لاره هواروي؛ ځينې کوشش کوي چې له دې وخت نه په کار اخيستو فقط خپل جېب ډک کړي. د خلکو کارونه هم ځنډيږي.»

د پکتيا ولايتي شورا هم د سرپرستي زياتېدل او اوږدېدل د اندېښنې وړ بولي او ټينګار کوي، چې په دې برخه کې لازم اقدامات وشي.

قومي مشر اتفاق احمد نېک وايي، چې سرپرست مسوولين د رسمي هغو په څېر صلاحيت نلري او له دې امله نه يوازې چارې په لازم ډول مخ ته نشي بيولی، بلکې اداري نظم هم ور سره خرابيږي.

نېک وويل: «سرپرستان هېڅ کار او خدمت نشي کولی، ځکه چې صلاحيت نه لري. د پکتيا د وروسته پاتې کېدو يو لوی لامل همدا سرپرستي ده. موږ له ولسمشر او ټولو وزارتونو غواړو، چې دې لړۍ ته پای ورکړي.»

د يادې شورا غړي محمدالرحمن قادري وويل: «سرپرستي د ټولو ادارو پر فعاليت ډېر ناوړه اغېز کوي. دې مهمې مسلې ته بايد جدي توجه وشي او دا لړۍ پای ته ورسول شي.»

د پکتيا والي محمدحليم فدايي هم د دې بستونو ډکول اړين بولي او وايي ياده مسله يې له اړوندو ادارو سره شريکه کړې او هيله من دی چې د رسمي کېدو لپاره يې ژر اقدامات وشي.

فدايي وويل: «رييسان، دوهم بستونه دي او د دې د تقرر صلاحيت له مرکزي ادارو سره دی، موږ ټولو ته معلومات ليږلي، چې په نوبت سره هر يو اعلان ته لاړ شي او د کاميابۍ عادي پروسه طی کړي.»

پکتيا کې د ځينو ادارو مسوولين په داسې حال کې له کلونو د سرپرست ریيس يا ولسوال په توګه دنده تر سره کوي، چې د اړوند قانون له مخې د يوې ادارې مسوول له درې مياشتو زيات د سرپرست په توګه نشي پاتې کيدی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه