اطلاعات روز: د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړي استازي محمد صادق خان کابل کې د دغه هیواد پر سفارت له برید یوه ورځ وروسته د یاد سفارت د امنیت د ټینګښت غوښتونکی شوی.
نوموړي نن (شنبه، ۱۲ د لیندۍ) په ټوېټر لیکلي چې د پاکستان سفیر او د هغه ټیم په یوه خورا ستونزمن حالت کې کار کوي.
صادق خان ویلي: «زموږ تر ټولو مهم لومړیتوب زموږ د ماموریت د غړو خوندیتوب دی. په لومړي سر کې او تر ټولو مهم، د افغانستان موقت حکومت (طالبان) باید زموږ د سفارت او د هغه د پرسونل امنیت ټینګ کړي.»
هغه زیاته کړې، چې د پاکستان حکومت به د خپلو ډیپلوماټانو د امنیت د لا ټینګښت لپاره لازمې منابع هم چمتو کړي ترڅو هغوی په ډاډه زړه کار ته دوام ورکړي.
د پاکستان پر سفارت په پروني برید کې د دغه هېواد سفیر ژوندی پاتې شوی، خو ساتونکی یې ټپي شوی دی. ټپي شوی کس د درملنې په موخه پاکستان ته لېږدول شوی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري هم د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره په خبرو کې ویلي چې په افغانستان کې د پاکستان د ډیپلوماټیکو کارکوونکو امنیت ډېر مهم دی.
هغه زیاته کړې چې د طالبانو حکومت باید د هغو ترهګرو مخه ونیسي چې د پاکستان او افغانستان اړیکې خرابوي.
