طالبانو په تېرو دوو مياشتو کې د پنجشير ۲۵ اوسېدونکي کابل کې نيولي

انځور: استول شوی

اطلاعات روز: باوري سرچينې وايي، چې طالبانو په وروستيو دوو مياشتو کې د پنجشير ۲۵ اوسېدونکي په کابل کې نيولي او زنداني کړي دي.

د سرچينو په وينا، دا خلک له «مقاومت جبهې» سره د همکارۍ په تور نيول شوي دي.

يوې سرچينې وويل، چې ډیری نيول شوي خلک د پنجشېر اصلي اوسېدونکي دي او په کابل کې ژوند کوي.

د اطلاعات روز موندنې ښيي چې په دې ۲۵ نفرو کې يوه ښځه او يو ديني عالم هم شامل دي.

د نيول شويو وګړو لیست په لاندې ډول دی:

۱- مولوی عبدالملک ولد گل‌محمد‌

۲- عبدالحق ولد حکیم‌الله

۳- عبدالاحد ولد میرمحمد

۴- عبدالواحد ولد حشم

۵- محمدعاقل ولد محمدعالم

۶- گلبدین ولد محمدکبیر

۷- مجتبی ولد ابراهیم

۸- زین‌العابدین ولد محمدفیض‌خان

۹- زمردخان ولد محمدعلی‌خان

۱۰- عبدالرحمان ولد محمدعلی‌خان

۱۱- فریدون ولد رسول‌خان

۱۲- جعفرخان ولد رسول‌خان

۱۳- فیروزخان ولد رسول‌خان

۱۴ – عزیزالرحمان ولد محمدعلی‌خان

۱۵ – میرویس ولد حبیب‌خان

۱۶- جمیل ولد عبدالوکیل

۱۷- سید اکبر

۱۸- عبدالمالک ولد عبدالفاروق

۱۹- شرین‌آغا ولد فتیح‌خان

۲۰- نثاراحمد ولد کرم‌خان

۲۱- مبارک‌شاه ولد عین‌الله

۲۲- احمدمایل ولد جان‌محمد

۲۳- حمیرا یوسف

۲۴- سید نور ولد الله‌نور

۲۵- مصطفی ولد فضل‌سبحان

سرچينې وايي، چې سيد نور او مصطفی چې د دره ولسوالۍ د عبدالله خيلو سيمې د خواجه دره کلي اصلي اوسېدونکي دي، پرون (سې شنبه، ۸ د لیندۍ) د کابل په اوولسمه ناحيه کې له «مقاومت جبهې» سره د همکارۍ په تور ونيول شول.

د سرچينې په وينا، چې نيول شوي کسان د طالبانو د استخباراتو د ۴۰ رياست په زندان، د ۹۰ رياست په زندان او پلچرخي په زندان کې ساتل کېږي.

يوه سرچينه وايي، چې ډیری نيول شويو په کابل کې خپله غريبي کوله او اوس يې کورنۍ بې سرپرسته دي.

دا شميرې يوازې د هغو خلکو دي چې په کابل کې نيول شوي دي. طالبانو په خپله له پنجشير او نورو ولايتونو څخه ګڼ ملکي وګړي له «مقاومت جبهې» سره د همکارۍ په تور نيولي دي.

طالبان په وار وار د بشري حقونو د سازمانونو له لوري په پنجشیر کې د خلکو په نیولو او شکنجه کولو تورن شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو راپورچي ريچارډ بېنټ هم پنجشير ته د خپل سفر تر پای ته رسولو وروسته ويلي وو، چې په دې ولايت کې د بشري حقونو نقض اندېښمنوونکی دی.

ده ويلي وو، چې د پنجشېر استازو ده ته ويلي چې طالبان په پراخه توګه ملکي وګړي ځوروي.

د نموړي په خبره، چې ازادې سرچينې او د پنجشير استازي د «مقاومت جبهې» له زندانيانو سره د طالبانو ټکان ورکوونکی چلند، تاييدوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه