اطلاعات روز: هلمند کې ځايي سرچينې وايي، چې د دغه ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د یوه قومي مشر جسد په یوې څاه کې موندل شوی دی.
یوې ځایي سرچینې اطلاعات روز ته وویل، چې دغه قومي مشر حاجي ادم خان پوپلزی نومیږي او تېره ورځ (دوشنبه، ۷ د لیندۍ) یې جسد په ناوې ولسوالۍ کې موندل شوی دی.
د سرچينې په وینا، یاد قومي مشر د تېرې یوې اونۍ راهیسې نادرکه و او تېره ورځ یې په یوې څاه کې جسد وموندل شو چې په ډير بې رحمانه ډول وژل شوی و.
هلمند کې د طالبانو ځایي مسوولینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
واک ته د طالبانو له رسيدو وروسته د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې پټې وژنې زیاتې شوي چې لامل یې شخصي دښمنۍ، ناموسي وژنې او د طالبان غړي ښودل شوي دي.
