هلمند کې د بُست لرغونې کلا د ویجاړیدو له ګواښ سره مخ ده

اطلاعات روز: د هلمند اوسيدونکي، ليکوالان او تاريخ پوهان وايي، په دغه ولایت کې د بُست لرغونې کلا د ويجاړيدو له ګواښ سره مخ ده او باید ساتنه يې وشي.

د بُست کلا چې د هلمند مرکز لښکرګاه ښار ته څیرمه پرته ده، يوه لویه لرغونې کلا ده، چیرته چې د هلمند او ارغنداب سیندونه یو ځای کېږي. د دغې کلا له پورتنۍ برخې څخه نږدې د لښکرګاه ټول ښار معلومیږي او د افغانستان او ان د نړۍ په تاریخ کې ځانګړی نوم لري.

د بُست کلا د شاوخوا سيمو اوسيدونکي وايي، که د هلمند تاریخي ابدو ساتنې ته پام ونه شي، را روان ژمي کې به د ورښتونو له کبله ونړېږي.

د دوی په خبره، بُست کلا چې تاريخي مخينه لري او ډیری وخت ورته بهرني سیلانیان راځي ډیرې برخې یې ویجاړې شوي او هیڅ پاملرنه ورته نه ده شوې.

د دې ولايت اوسيدونکی محمد وايي :«دغه کلا پخوا سمه وه اوس راشه ورته وګوره ډيره خرابه شوې سږکال که لږ باران هم ورباندې وشي نړيږي باید د دغه ځای رغونه وشي که نه ټوله به ويجاړه شي دا دومره مهمه کلا ده چې د نړۍ په سطحه مشهوره ده، طالبان باید دغې کلا ته پاملرنه وکړي.»

دغه راز تاريخ پوهان او ليکوالان هم د دغې کلا د ويجاړيدو په اړه انديښنه لري او زياتوي، که يادې کلا ته پاملرنه ونه شي لېرې نه ده چې په بشپره توګه به لمنځه ولاړه شي.

په تيروڅو کلونو کې په پرله پسي ډول د دغې کلا ډيرې برخې نړيدلي، کيندني پکې شوي او زيات شمير برخې يې غصب شوې دي.

دغه کلا چې د نوشيروان کلا هم بلل کيږي د يوې لويې غونډۍ پر سر يې لرغونې اثار معلوميږي.


یو شمیر تاریخ پوهان ادعا کوي چي دبُست نورکلاگاني ۳۰۰۰ کاله مخکې دحضرت عيسی (ع) تر زيږيدلو نه مخکې جوړه شوې ده. انځور: استول شوی

په تاريخي کتابونو کې راغلي چې د دغه کلا شاوخوا ګڼې نورې کلاګانې هم ودانۍ وې چې اوس يې ځاي زراعتي ځمکو او د خلکو کورونو نيولی دی.

دغې سيمې ته اوس هم ګڼ سيلانيان ورځې خو د سيمې اوسيدونکي وايي، دغې کلا ته ورغلې لارې خامه او هلته د ميلمنو لپاره کوم خاص ځايونه نه دي جوړ شوي.

د هلمند دوه اوسيدونکي زين الله او محمد فاروق وايي:« دغه کلا خو دافغانانو لپاره ډير تاريخي ځای دی نو دلته د دې د میلمنو لپاره ځای نه دی جوړ نه يو پارګينک شته او نه هم بل داسې ځای نو موږ د حکومت څخه غوښتنه کوو چې د دغې کلا لپاره د ميلمنو ځايونه جوړ کړي او هم کلا وساتي.»

«دغې کلا ته چې خلک راځي باید يوه لار ورته جوړه شي د دغې کلا هغه برخې چې اوس ويجاړيږي د هغو ساتنه باید وشي او د غصب څخه بايد د دغې کلا ټولې برخې خلاصې شي.»

ورته مهال بیا هلمند کې د طالبانو ولايتي مسوولين هم مني چې  د دغې تاريخي کلا ځيني برخې د تخريب له ګواښ سره مخ دي خو زياتوي چې د يو شمير سيمو څخه يې هغه کسان ايستلي چې د دې کلا ځینې برخې يې غصب کړې وې.

د هلمند لپاره د طالبانو د اطلاعات او کلتور رياست دتاريخي ابداتو د ساتنې امر عبدالله مدثر وايي، چې د تاريخي اثارو ساتنه به يې لومړيتوب وي.

نموړی زیاتوي:«د دغې کلا ځينې برخې د ويجاړيدو سره مخ دي موږ په دغه سيمه کې تر ۴۰ پورې کورونه تخليه کړل چې د کلا پرشاوخوا يې جوړ کړي وو.»

دغه کلا د لومړي ځل لپاره په افغانستان د عربانو په برید کې ویجاړه شوه او وروسته په اسلامي پېر کې غوریانو او مغولانو د دغې کلا په ویجاړېدو کې ونډه درلوده.

بست کلا د افغانستان له لرغونو میراثونو څخه شمېرل کېږي چې د هغې لرغونتیا د اسلام څخه وړاندې حتا د میلاد څخه وړاندې ته ورګرځي.

ویل کېږي چې د تېرو ۸۰۰ کلونو په موده کې د دغې کلا د بیارغولو لپاره هېڅ ډول هڅه نه ‎ده ترسره شوې او د دولت او کلتوري بنسټونو نه‎ پاملرنه د دې لامل شوې چې د هېواد د دغې تاریخي بنا څخه یوازې یوه نمونه پر ځای پاتې شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه