اطلاعات روز: پکتیکا کې د طالبانو ولایتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز ښرنه کې یې درې هغه کسان په عام محضر کې په دورو وهلي، چې څه موده وړاندې د غلا په جرم نیول شوي وو.
د پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو له ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان یې تېره ورځ (دوشنبه، ۷ د لیندۍ) په دور وهلي دي.
خپرپاڼه کې راغلي، چې د جزا دیوان شهري محکمې ریاست له لوري له دغو کسانو یې دوه تنه له یوې صرافي څخه د پیسو غلا په تور تر نیول کېدو وروسته ۳۹ دورې وهلي او هم مهاله یې په شپږ کالو بند هم محکوم کړي دي.
له دې وړاندې د لوګر سربېره په ځینو نورو ولایتونو کې هم د طالبانو د مشر په امر هغو کسانو ته ورته سزا ورکړل شوې، چې د دوی په وینا جرمي قضیې یې بشپړې شوې وې.
