د هیواد سويلي حوزه کې د شري ناروغۍ واکسین کمپاین پېل شو

اطلاعات روز: د هیواد په سویلي حوزه کې داسې مهال د شري ناروغۍ واکسین پېل شو چې د تېرو کلونو په پرتله سږکال کندهار کې په شري ناروغۍ د اخته ماشومانو د مړينې کچه ډیره شوې ده.

د سويلي حوزې لپاره د کتلوي معافيت امر ډاکټر حزب الله فطرت وايي، د دغه کمپاين پرمهال به کندهار، هلمند، زابل او ارزګان ولایتونو کې شاوخوا پنځه سوه زره ماشومان واکسین شي.

نموړی زیاتوي: «د دې کمپاين پرمهال زموږ ۶۴۸ ټيمونه کار کوي ترڅو د لوی کندهار په سطحه په ښار او ولسواليو کې ۵۰۰ زره ماشومان واکسین کړي چې په دې کې به یوازې ۲۷۹زره ماشومان په کندهار کې واکسین شي.»

هغه له ټولو کورنيو څخه غوښتنه وکړه ترڅو خپل تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان د شري په وړاندې واکسین کړي.

د ده په خبره، د سږکال له پېل څخه بيا تراوسه کندهار ولايت کې پنځلس سوه د شري ناروغۍ مثبتې پېښې ثبت شوي چې له هغې جملې شپږ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ډاکتر فطرت په وينا، چې تېر کال کندهار کې نږدې دوه زره ماشومان په شري ناروغۍ اخته شوي ووچې درې تنو یې له امله ساه ورکړې وه.

همدارنګه کندهار کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر سید احمد شاداب وايي، د شري ناروغۍ پر وړاندې يې د لسو ورځو لپاره کمپاین پیل کړی او په کندهار کې ټول تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو به واکسين کړي.

هغه زياتوي، چې د کورنيو ټول مشران بايد د دې کمپاين پرمهال خپل ماشومان د واکسین د تطبیق په موخه ښوونځیو او جوماتونو ته یوسي.

ډاکټران وایي، د شري ناروغۍ ښکاره نښې سرې دانې، زړه بدوالی، پیچ یا اسهال او د بدن خارښت دی چې له دغو علایمو وروسته باید ماشومان ژر تر ژره روغتون ته بیول شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه