اطلاعات روز: د پکتیا ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې ځايي خلکو او طالبانو د ځمکې په سر شخړه کړې، چې پر مهال یې طالبانو په ملکي وګړو ډزې کړي او په ترڅ کې یې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
په سیمه کې یوې ځايي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې دغه پېښه نن (یکشنبه، ۶ د لیندۍ) د ډنډټپان ولسوالۍ اړوند «قیمتۍ» سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې طالبانو یوې امنیتي پوستې ته سړک جوړاوه، چې د ځايي خلکو له غبرګون سره تر مخ کېدو وروسته طالب نظامیانو په ملکیانو ډزې وکړې.
په دې اړه پکتیا کې د طالبانو ولایتي مسوولینو تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو د پیښې د تعقیب لپاره یو پلاوی یادې سیمې ته ورغلی دی.
