طالبانو د دايکندي خدير ولسوالۍکې شپږ ملکي وګړي نيولي دي

اطلاعات روز: د دايکندي په خدير ولسوالي کې سرچينې وايي، چې طالبانو شپږ ملکي وګړي له «وطمې» سیمې څخه نيولي دي.

يوې سرچينې نن (يکشنبه، ۶  د لیندۍ) له اطلاعات روز سره په خبرو کې د نيول شوو خلکو نومونه حسين علي، خان محمد مظفري، عيدمحمد دانش، چراغ‌علي شجاعي، نسيم عارفي او دادمحمد پويا ياد کړل.

د سرچينې په وينا، نسيم عارفي او چراغ علي هغه وخت خوشي شول چې وسلې يې تسليم کړې او ضمانت يې ورکړ، خو پاتې خلک لا هم زندانيان دي.

سرچينه زياتوي، چې د محمد عظيم سحر په نوم کس کور له پرون راهيسې د طالبانو په محاصره کې دی.

د سرچينې په خبره، په خپله ياد کس توانېدلی چې وتښتي خو په کور کي يې ښځې او ماشومان پاتې دي.

سرچينه زياتوي، د سيمې خلک عادي وګړي دي او پخوا د محمد علي صداقت مخالف وو. صداقت په تېر حکومت کې يو غير مسئول وسله وال کس و، چې د قتل، اختطاف او باج اخيستنې په څېر جرمونو تورن دی.

ويل کېږي، چې طالبانو په سېوک – شيبر کې خپل وروستی بريد هم له صداقت سره په ملتيا کړی دی. د سرچينو په وينا، په دې بريد کې د څلورو ماشومانو په ګډون نهه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت دا قربانيان «باغيان» بللي دي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند عبد النافع ټکور ويلي، چې د سېوک – شيبر سیمې په يوه کور کې  وسلوال کسان وو او د دې ډلې وسله والو د سيمه ييزو خلکو په وسيله دوه ځله ترې وغوښتل چې وسلې پر ځمکه کېږدي، خو دوی انکار وکړ.

ده ويلي، چې تر دې غوښتنو وروسته، طالب ځواکونه کلي ته ننوتلي او له مقاومت سره مخ شوي دي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د وياند له وينا سره سم چې د دې ډلې هم يو نفر وژل شوی او دوه ژوبل دي.

ټکور زیاته کړې، چې طالب ځواکونو متقابل بريد کړی دی او په پايله کې يې نهه نفر وژل شوي او څلور ژوبل دي. د ده په وينا چې په ژوبل شویو کې يوه ښځه هم شامله ده.

د ده په خبره، چې ټول وژل شوي کسان وسله وال او «باغيان» وو او ماشومانو يا هم بل چاته زيان نه دی رسېدلی. طالبان خپل وسله والو مخالفينو ته د باغيانو خطاب کوي.

خو له دې هاخوا خپلواکې سرچينې وايي، چې وژل شويو وګړو له دوو کورنيو د هاشم خان او محمدداد جعفري د زامنو له کورنۍ سره تړاو درلود، د محمدداد جعفري زامنو د غريب حسين بيګ په نوم يوه بل کس سره د ځمکې پر سر شخړه درلوده او له همدې وجې يې وسله هم درلوده؛ خو له طالبانو سره يې هيڅ ستونزه نه وه او نه يې هم د دې ډلې له مخالفينو سره کومه اړيکه وه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه