اطلاعات روز: کندهار کې ځایي سرچینې وایي، د دغه ولایت په ښار کې یو ځوان په مرموز ډول وژل شوی دی.
یوې ځایي سرچينې اطلاعات روز ته وویل، چې د یاد ځوان جسد نن (یکشنبه، ۶ د لیندۍ) د کندهار ښار د لسمې حوزې په مربوطاتو کې موندل شوی دی.
سرچينه زیاتوي، دغه ځوان تر وهلو، ډبولو وروسته تر غاړې خفه شوی او وژل شوی دی.
سرچینې د دغه ځوان د هویت په اړه څه ونه ویل.
ورته مهال کندهار کې د طالبانو ولايتي مسوولين یاده پیښه تاییدوي او زیاتوي، چې یاد ځوان د شخصي دښمنۍ له کبله وژل شوی دی.
دوی وایي، په دې تړاو يې پلټنې پېل کړې دي.
د يادونې وړ ده چې تردې وړاندې هم کندهار کې پټې وژنې شوي خو تراوسه يې د وژلو لامل نه دی په ډاګه شوی.
