د پکتيا ډنډپټان ولسوالۍ کې د رامنځته شوې نښتې له امله لار او ښوونځي تړلي دي

اطلاعات روز: د پکتيا ولايت ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه په ډنډپټان ولسوالۍ کې له پاکستاني پوځيانو سره د طالبانو له نښتې وروسته د څو ورځو په تېرېدو نه يوازې له ياد هيواد سره د خرلڅي دروازه تړل شوې بلکې په دغه ولسوالۍ کې ټول ښوونځي هم د جګړو د وېرې له وجې د زده کوونکو په مخ بند پاتې دي.

يوه اونۍ وړاندې پاکستاني ځواکونه هغه مهال له طالبانو سره په نښته واوښتل، چې ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د طالبانو له خوا يوې امنيتي پوستې ته د لارې جوړېدو کارونه پيل کړل.

په کرښه د دواړو غاړو ترمنځ جګړې درې ورځې دوام وکړ، د ځاني او مالي تلفاتو سربېره له پټان سلګونه کورونه هم د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ او د سر خونديتوب لپاره د څمکنيو ولسوالۍ ته بېځايه شوي.

د دغې ستونزې ور هاخوا چې ځايي خلک ورسره مخ دي، تر څنګ يې په تېره يوه اونۍ کې د ډنډپټان-پړاچينا ترمنځ لاره هم تړل شوې او په پټان کې ټول دولتي ښوونځي هم د جګړې بيا پيل له امله تړل شوي دي.

په ډنډپټان ولسوالۍ کې د پټان دولتي لېسې يو ښوونکي چې د نوم له ښودلو يې ډډه کوله اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل، چې اوس مهال په نورو سيمو کې کلنۍ ازموينې پيل شوې خو دوی د جګړې له ويرې لاهم خپل زده کوونکي نه دي راغوښتي.

نوموړی وايي: «يوه اونۍ وشوه چې دلته پټان کې زمونږ ښوونځي تړلي دي او پرمهال يې بيا په نورو سيمو کې کلنۍ ازموينې پيل شوې دي، لامل خو يې له پاکستان سره چې دغه نښته وشوه نو خلک کډه شول او ماشومان هم له خطر سره مخ شول.»

د پټان ولسوالۍ يو اتلس کلن زده کوونکي نورالله اندېښمن دی او وايي، لاهم د ښوونځيو بيا خلاصون په اړه دوی ته ډاډ نه دی ورکړل شوی او په خبره يې چې له همدې وجې يې په زده کړو خورا منفي اثر غورځېدلی دی.

هغه د طالبانو له ولايتي مسوولين غوښتنه وکړه، تر څو له پاکستان سره راپورته شوې ستونزه ژر حل او په سيمه کې له اوسني ترينګلي حالت څخه ځان وباسي.

له پاکستان سره پر پوله د طالبانو له خوا د تاوتريخوالی زيات شوی او د تېرې جګړې له امله دواړو غاړو ته درنه مرګ، ژوبله هم واوښتله.

ويل کيږي چې طالبان غواړي د ډنډپټان ولسوالۍ لار د ځاځي اريوب له سرحدي ولسوالۍ سره ونښلوي؛ خو پاکستان د دې کار مخالفت کوي.

د دغې ستونزې د هواري په موخه ځايي مشرانو او پکتيا کې د طالبانو ولايتي مسوولينو هڅې چټکې کړې دي.

د دغه ولايت لپاره د طالبانو والي ډنډپټان ولسوالۍ ته په سفر کې له کرښې د ليدنې ترڅنګ په سيمه کې له طالب پوله ساتو سره هم خبرې کړې دي‌، خو رسنيو ته تر اوسه د شخړې هواري او لارې خلاصون په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه