اطلاعات روز: کونړ کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دغه ولایت لپاره د طالبانو د کرنې رییس مولوي عزت الله هدایت دفتر ته په لار د یوه ناپيژانده وسله وال له لوري په ډزو وژل شوی دی.
یوې سرچېنې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي وایي، چې د کرنې رییس تیره ورځ (سېشنبه، ۱ د لیندۍ) د کونړ مرکز اسعدآباد ښار ته څیرمه د ناپيژانده وسله وال له لوري په ډزو وژل شوی دی.
سرچینه زیاتوي چې نوموړی د طالبانو ترمنځ د خپلمنځي اختلافاتو له امله وژل شوی دی.
په ورته مهال دکونړ لپاره د طالبانو د والي ویاند او د اطلاعات او فرهنګ رییس قاري نجیب الله حنیف هم د کرنې د رییس مړینه تاییدوي، خو زیاتوي چې نوموړی کور ته په رخصت تللی و او په خپل کور کې د زړه ناروغۍ له امله یې ژوند بایللی دی.
مولوي عزت الله هدایت په اصل کې د لوګر ولایت اوسیدونکی و او په کونړ کې یې د طالبانو د حکومت په راتګ سره د کرنې رییس په توګه دنده ترسره کوله.
