اطلاعات روز: د ننګرهار سپین غر ولسوالۍ کې ځایي سرچینې وایي، ناپیژانده وسله والو په دې ولسوالۍ کې یو کس په ډزو وژلی دی.
د ننګرهار د سپین غر ولسوالۍ اوسیدونکی انورالله شینواری وایي، دغه پیښه نن (سې شنبه، ۱ د لیندۍ) ۱۱:۳۰ بجې د یادې ولسوالۍ اړوند د «کوشتل» په سیمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړی زیاتوي، ناپيژانده وسله والو د ګلبدین په نامه یو ځایي اوسیدونکی په ډزو وژلی او له سیمې په تیښته بریالي شوي دي.
د وژل شوي کس د کورنۍ غړي بیا وایي، چې له هیچا سره شخصي دښمني نه لري او نه پوهیږي چې د کورنۍ غړی یې چا او په کوم دلیل وژلی دی.
ورته مهال ځایي طالب چارواکو هم یاده پېښه تایید کړې او په اړه یې د څیړنو خبر ورکړی دی.
د طالبانو د حکومت په راتګ سره دا ډول پېښې زیاتې شوي چې لامل یې شخصي دښمنۍ بلل شوي دي.
